نوښتونه (۸۳)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د نوښتونو نومي لړۍ له ننني (۸۳م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د "نوښتونو" په خپرونه کې، چې هره اونۍ وړاندې کېږي، د ایران او نړۍ د وروستیو علمي، کلتوري، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو. د دې اونۍ د نوښتونو خپرونه له یوه علمي مطلب سره پیلوو.
د کسب او کار اخلاقو د څېړنې په نړيواله سيالۍ(IBECC) International Business Ethics Case Competition کې د ګډون لپاره له بلنې وروسته، د ډاکټر مسعود شادنام تر څارنې لاندې د صنعتي شريف پوهنتون د مديريت او اقتصاد د MBA پوهنځي پنځو تنو زده کړیالانو په دغه سيالۍ کې د لومړي ايراني ټيم په توګه ګډون او د آکسفورډ، ایلینویز، پنسلوانیا ایالت، ماساچوست او کانکورډیا په شمول، د نړۍ له 20 څخه د زیاتو غوره پوهنتونونو د زده کړیالانو له ډلو سره سیالي وکړه.
په سږنۍ سيالۍ کې د صنعتي شريف پوهنتون دغه ټيم د ډاکتر مسعود شادنام تر څارنې لاندې له څو مياشتو هڅو او روزنې وروسته، په دې بريالي شول، چې د دغو سياليو په يوه کټګوريو کې درېيم مقام خپل کړي. د یادونې وړ ده چې دا سیالي د کسب او کار اخلاقو په برخه کې د زده کړیالانو ترټولو مهمه نړیواله سیالي ده. دا سیالي د یوې علمي سیالۍ څخه ډېره لوړه، یوه عملي او کاربردي طریقه لري، چې په ترڅ کې یې د زده کړیالانو ټیمونه د اخلاقي اړخ ترڅنګ، د سازماني مسئلو مالي او حقوقي اړخونه هم تحلیلوي. په دې عملي چلند سره سم، د سیالۍ د داورانو پلاوی هم په ځانګړې توګه د نړۍ په لویو شرکتونو کې د اخلاقو مدیران دي.
همدارنګه په یوه بله علمي لاسته راوړنه کې، د سینا د ریموټ رباټیک جراحۍ سیسټم د اندونیزیا په یوه روغتون کې د ایران د ولسمشر د ساینس او ټکنالوژۍ او د پوه بنسټه اقتصاد د مرستیال په شتون کې وکارول شو.
د جراحي دا رباټ د ټټر او د نس او معدې په جراحیو کې کارول کېدی شي. د هغې په ګټو کې په جراحي کې د دقت زیاتوالی، د ناروغ په بدن او د جراحۍ په جریان کې د ژورو جراحۍ نشتوالی، لږه وینه تویېدنه، چټکه روغېدنه او د ناروغ لپاره د لنډې رغېدو موده شامله ده. همدارنګه، په دې رباټ سره، جراح د عملیاتو ترسره کولو لپاره د جراحي جامې اغوستلو ته اړتیا نه لري او عملیاتي خونې ته له ورتګ او د بې خوبۍ ګازونو او خطرناکو انتاناتو څخه پرته، کولای شي خپل کار ترسره کړي.
د ملا د اوږدمهاله درد په درملنه کې د ایراني څېړونکو د لاسته راوړنو په اړه واورئ
ایراني څېړونکو داسې محصول تولید کړی، چې کولای شي د ملا د اوږدمهاله درد درملنه وکړي. دا محصول د کیفیت کنټرول په آزموینو کې تصویب شوی او معلومه شوې، چې دا د ورته محصولاتو په پرتله، غوره او ډېر مؤثر فعالیت لري. د کیمیاسل محصول د تولید پروژې مدیر، د دې پلان ګټه اخیستونکي هغه ناروغان معرفي کړي، چې د روماټایډ آرټریټ او اوږدمهاله د ملا درد، چې د ډېرې درملنې پر مهال د ډیسک د تخریب له امله رامنځته شوی او کافي او د قناعت وړ درملنه یې نه وه ترلاسه کړې.
د پوه بنسټه شرکت لخوا د "سمارټ اوبولګولو موډل" جوړول
د پوه بنسټه یوه شرکت د"سمارټ اوبولګولو موډل" جوړ کړی چې د انساني ځواک له حذف سربېره، د اوبو مصرف هم کموي او د شمال د شالیو(شولو) په ځمکو او د تهران په شنو ځایونو کې هم کارول شوی دی. دا موډل د کاري ځواک له حذفولو سربېره، چې د دوی د 4 میاشتو معاش، د دې سیسټم له بیې سره برابر دی، د اوبو مصرف د کمولو لامل هم کېږي، چې د اوبو ستونزو ته په پام سره خورا مهم دی. دا محصول د اوبولګولو دوره جوړوي او اوبه ورکول د سینسرونو په کارولو سره په داسې ډول ترسره کوي، چې اوبه ورکول په اوسط ډول ترسره کېږي او د باران په وخت کې د اوبولګولو عملیات هم بندېږي. د دې پوه بنسټه شرکت د محصولاتو اصلي ګټه د خپلو سیالانو په پرتله د هغې خورا ټیټه بیه او اقتصادي نرخ دی.
د نوښتونو د پروګرام په دوام کې، د جلبکونو(اوبړۍ) په کارولو سره د شکرې او غوړ ځیګر د ناروغۍ د درملنې په اړه خبر لرو، چې خامخا به ستاسو لپاره په زړه پورې وي.
ایراني ساینس پوهانو د اوبړیو مرکباتو په کارولو سره د چاقۍ کمولو ترمنځ اړیکه څېړلې او متوجه شوي چې اوبړۍ او د هغې پوښل شوي توکي د درمل جوړولو، د وینې د شکر او غوړ ځیګر د تنظیم لپاره ګټور دی. چاقۍ او په بدن کې د مختلفو ناروغیو رامنځته کېدل تل له یو بل سره مستقیمې اړیکې لري او ډېری څېړونکو او متخصصینو د چاغښت د لاملونو په څېړلو او د هغې د عوارضو پرکمولو تمرکز کړی دی.
په خوراکي توکو کې د سمندري سرچینو په ځانګړې توګه د اوبړیو څخه د نویو بایو اکټیو مرکباتو کارول په یوه پروژه کې څېړل شوي، چې "نجمه اولیالي" د نادر تنیده تر لارښوونې لاندې له دوکتورا وروسته ملګري په توګه بشپړې کړې او د ایران د څېړونکو او تخنیک پوهانو د ملاتړ صندوق لخوا هم تري ملاتړ شوی دی او د دې څېړنې د پلان پراساس ، اوبړۍ او د هغې پوښل شوي توکي، د درمل جوړولو، د وینې د شکر او غوړ ځیګر د تنظیم لپاره ګټور دي.
د پروګرام وروستۍ برخه ځینو کلتوري او هنري لاسته راوړنو ته ځانګړې کوو:
په یوه هنري لاسته راوړنه کې، د راشل صفادل په کارګردانۍ او لیکوالۍ سره نیمه اوږده فلم "زخم سایه" د " برایټ لس آنجلس نړیوال فستیوال" ځانګړې جایزه وګټله. " زخم سایه" چې يوه ټولنيزه کيسه ده او د ماشومانو له ستونزو څخه بحث کوي، تېر ژمی په تهران کې فلمبرداري شوی او ډېر ژر به نندارې ته وړاندې شي. په دې فلم کې هانيه خسرواني، شاهين زرګر، مهري آرمان، رحيم صفادل او کوچنۍ اداکارې پرميس طرخوراني رول لوبولى دى.
همدارنګه، د مريم بحرالعلومي په کارګردانۍ او د پګاه احمدي په جوړونې سره د"شهربانو" سینمايي فلم، د آسټراليا د ښځو د فلم او رسنيو د هنرونو په اووم فستيوال کې د غوره فلم جايزه وګټله.
فرشته صدر رفایي، بهناز جعفري، گلاره عباسي، سامان صفاري، محمد ولي زادګان، علي کیان ارثي، ترنم کاظمي او بهرهنګ علوي، د یوسف تیموري په حضور سره، صدا افتخاري او مه لقا باقري، د شهربانو د فلم اداکاران دي. بحرفلم د دې فلم د نړیوال توزیع مسئولیت په غاړه لري.
ژباړه: زماني