Sep 12, 2023 13:47 Asia/Kabul
  • په فرانسې کې د عبا د اغوستلو ممنوعیت

د فرانسې د معارف او د ځوانانو د وزیر په حکم سره، مسلمان محصلینو د نوی تحصیلي کال له پیله، یعني د سیپټمبر د میاشتې له څلورمه، نه شي کولای له عبا جامو سره، ښوونځو ته ورشي.

ګابریل آتال د جولای په میاشته کې د فرانسې د معارف او د ځوانانو د چارو د وزیر په توګه وګمارل شو. هغه تر ګمارنې وروسته، اعلان وکړ چي په ښوونځیو کې د عبا جامې اغوستل یوه مذهبی حرکت بلل کیږي او باید مخنیوی یې وشي.  هغه ټینګار وکړ چي صنف ته د ننوتلو پر مهال باید دا څرګند نه شي چي محصل په کوم مذهب پورې اړه لري، د فرانسي ولسمشر امانوئل ماکرون هم ویلي چي مذهبي سېمبولونه په ښوونځیو کې هیڅ ځای نه لري.

په اروپایي هیوادونو کې تر ټولو زیات ځوان مسلمان نفوس په فرانسه کې میشت دي، چي د لسګونو کلونو را په دې خوا له ډول ډول تبعیض او محدودیتونو سره مخامخ پاته شوي دي.

دا هیواد په اروپا کې له اسلام سره په دښمنۍ کې تر ټولو مخکښ او په پوره معنا سره یو لائیک نظام دی. په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د دې هیواد ښوونځیو ته د مسلمانو محصلینو په ورتګ بندیز ولګېده، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هم مسلمانو ښځو لپاره د نقاب یا د مخ پوښل  ممنوع شوه او په مسلمانانو باندې د محدودیتونو لړۍ ورځ تر بلې سخته شوه، نن سبا په فرانسه کې چي په نړۍ کې په اصطلاح سره د ډیموکراسۍ زانګو بلل کیږي، مسلمانې انجوڼې نه شي کولای د خپلو باورونو په اساس د خپلې خوښې جامې واغوندي، په فرانسه کې ښي پال حکومتونه په مختلفو پلمو سره په خپل لائیک نظام باندې په استناد سره هره ورځ په مسلمانو مېرمنو نوې نوې محدودیتونه لګوي چي په ښوونځیو کې د عبا جامو په اچولو باندې بندیز یې تر ټولو وروستۍ مورد دی.

په عبا باندې د بندیز لپاره د فرانسې د حکومت دلایل د دې هیواد په سیاسي او رسندویې محفلونو، اروپا او همدارنګه د بشري حقوقو په مدافع ارګانونو کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوی دی.

د فرانسې د نه تسلمېدونکی ښي پال سیاسي ګوند ژان لوک ملانشون د فرانسې د معارف د وزیر دغه اقدام یې د مسلمانانو په وړاندې یو ډول مذهبي جنګ وباله. ملانشون په خپل ټوییټر یا اکس اکاونټ کې ولیکل:  د خواشینۍ خبره ده چي وینو سیاسي شخړې د یوه خوشي او بې ځایه مذهبي جنګ له لارې ښوونځیو ته د محصلینو په راستنېدو کې د ښځو په سنت سیورې غورولي دي.

یو بل سیاستمدار چي د عبا په بندیز باندې نیوکه کړې ده د فرانسې په پارلمان کې د کیڼ پالو مشره ماتیلد پانوت ده، هغه دا پوښتنه مطرح کړې ده چي په فرانسه کې د پوښښ د کنټرول پولیس تر کومه سرحده پورې مخته ځي. د فرانسې د پارلمان یوې بلې کیڼ پالې استازې کلمنتین اوتن هم د حکومت په دغې پریکرې  غوصه وښوده او وویل: دا چي هغوی د خپل خوښې جامې نه شي اغوستلای دا له قانون او د سکولاریزم له اصولو سره په ټکر کې دی او د مسلمانانو د نه منلو لپاره یوه شخصي هیله ده.

له ۲۰۱۵ میلادي کال نه د فرانسې حکومت د مسلمانانو د مذهبي ازادیو د محدودولو لپاره مختلف قوانین تصویب کړي دي.  له دې جملې نه یوه د ۲۰۱۶ میلادي کال قانون وو چي له مخې یې د کار په ځایونو کې د پوړنې په اغوستلو بندیز ولګېده.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم په فرانسې کې یو قانون تصویب شو چي له مخې ټول جوماتونه او مسلمانان د حکومت تر سخت نظارت لاندې راغلل، د فرانسې حکومت په مسلمانانو باندې د محدودیتونو د لګولو په لټه کې ده او لائیک قوانینو سره د اسلام ټکر یې پلمه ګرځولې ده، دا په داسي حال کې دی چي دا ډول پلمې حتی په فرانسه کې د ځینو سیاسي واکمنو ګوندونو د بشري حقوقو د مدافعو ارګانونو لپاره هم د منلو وړ نه دي، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر ویندویې مارتا هرتادو د فرانسې په ښوونځیو کې د عبا د ممنوعیت په هکله وویل: د بشري حقوقو د نړیوالو اسټندردونو له مخې، په جامو او په مذهبي نښو باندې بندیز یوازې هغه وخت لګېدایشي چي یا امنیت، نظم، سلامت او عامه اخلاق له خطرې سره مخ شي، هغې زیاته کړه: جنسیتي مساواتو ته لاسرسي هغه وخت ممکنه ده، چي ښځې او انجوڼې د خپل خوښې وړ انتخابونه وکړای شي، او داسي یو ماحول برابر شي چي هغوي په کښې د خپلې خوښې جامې واغوستلایشي.

له فرانسې بهر هم دغه مساله انعکاس موندلې ده، په برتانیا کې د بشري حقوقو د سازمان څارونکی رایان فریشي د فرانسې د معارف د وزیر د وروستي حکم په هکله وویل:  په ښوونځیو کې د عبا په اچولو بندیز د اسلام په ضد یوه پرېکړه ده، ځکه چي یوازې مسلمانان هدف ګرځوي.

هغه د دې په بیانولو چي د فرانسې په ښوونځیو کې د حجاب ممنوعیت ۲۰۰۴ میلادي کال ته ورګرځي، وویل:  هغه وخت کې لویي جامې یا عبا مذهبي نښه نه بلل کېدا.

د فرانسې حکومت په دغو بندیزونو سره د مسلمانانو دهویت د له مینځه وړلو په لټه کې دي، حتی که مسلمانان د فرانسي د حکومت اسلام ضد قوانینو ته غاړه کښېږدوي بیا هم د فرانسې په ټولنه کې د هغوی د ورګډېدو امکان نه  شته، په لندن کې د بشري حقوقو څارونکی رایان فریشي په دې اړه وایي: هغوی له مسلمانانو غواړي له هر هغه څیز څخه چي هغوی له نورو خلګو جلا کوي، لاس واخلي، لیکن باید دې ته پام وشي چي مسلمانان د دغو شرطونو په عملي کولو سره بیا هم له سیاسي، اخلاقي او تاریخ پلوه فرانسویان نه شي کېدای، ځکه د فرانسویانو هویت په قوم پالنې ولاړ دی. د فریشي په باور ، که مسلمانان له خپلو باورونو لاس واخلي هغه وخت نور د دې هیواد د حکومت لپاره ګواښ نه بلل کیږي، او دا هغه هدف دی چي د فرانسې حکومت تعقیبوي.

د فرانسې د معارف د وزیر له دغې پریکړې وروسته، یو شمېر مسلمان محصلینو ویلي دي چي که د ښوونځیو او د حجاب تر مینځ انتخابولو ته مجبوره شي نو خپل حجاب انتخاب کوي او ښوونځیو ته نه ورځي.

یوې فرانسوۍ مېرمنې وایي:  عبا یو لویه جامه ده چي لستوڼې لري، یوه معمولي جامه ده او ځانګړې مذهبي نښه نه ده، صرف یو ډول جامه ده، د حکومت دا پرېکړه داسي معنا ورکوي چي یو کس ګلداره جامې واغوندي او بیا زه ورته ووایم ځکه چي ګلداره جامې دې اغوستی دی، دلته نه شي راتلای. عبا هم د نورو جامو په څېر ده او هیڅ ستونزه په کښې نه وینم.  یوې بلې فرانسوۍ مېرمنې بیا داسي وایي:  فکر کوم دولت غواړي یوه بله شخړه جوړه کړي، دا به د فرانسې د خلګو غوصه راوپاروي، دا د شرم خبره ده، ځکه چي خلګ یې په اړه معلومات نه لري، لیکن مسلمانو پېغلو په برابر دغه ډول منفي نظر سره، مخالفه دي، دا یوه چټي او د شرم خبره ده، ځکه چي د ټولو مسلمانانو او د ځوانو انجوڼو د خفګان سبب ګرځي.

یوې بلې فرانسوۍ مېرمنې وایي: د حجاب بندول، د هغه د له مینځه تلو لامل نه ګرځي، بلکې په هغوی کې د مقاومت روحیه نور هم پیاوړې کوي، په فرانسه کې د ښوونکو د اتحادیې سرمنشي سوفي ونتیتي وایي: مونږ ۱۲ میلیونه زده کوونکي لرو چي دوه زره یې مسلمانې انجوڼې دي او د عبا جامې اچوي، دا پرېکړه سمه نه ده، مونږ د نوی تحصیلي کال په پیل کې باید په نورو مسایلو بحث وکړو نه د عبا د اچولو په مسالې باندې.

په فرانسه کې د اسلامي شورا رئیس عبدالله زکري د فرانسې د معارف له وزیر څخه غوښتنه کړې ده، چي د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د عبا د ممنوع کولو په هکله خپل دلایل وړاندې کړي، هغه وایي چي عبا صرف یوه ډول جامه ده، له سکولاریزم څخه دفاع هغه پلمه ده چي د فرانسې حکومت له اسلام سره د دښمنۍ لپاره کاروي، که څه هم د فرانسې د حکومت د دغو غلیمانه اقداماتو تر شا زیات اهداف نغښتي دي خو تر ټولو مهم دلیل یې د تندلارو ښي پآلو خوشحاله کول او د هغوی د رایو تر لاسه کول دی.

په فرانسه کې ښي پالې ګروهنې د پراختیا په حال کې ده، د ښي پال بهیر یو اصلي محور اسلام او کډوالو سره دښمني ده، د فرانسې اکثره کډوال مسلمانان دي، همدغه مساله په فرانسې کې د کډوالو ضد افراطي سیاستونو د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی، ښي پال سیاستوال هر هغه څه چي اسلام سره وړوکې غوندې تړاو ولري، په نښه کوي، د مثال په توګه حلال خواړه په دې وروستیو کې د روغتیایي دلایلو د امله په فرانسه کې زیات ګیراکان موندلي او حتي غیر مسلمانان هم د حلالو خواړو سره ګروهنه پیدا کړې ده، د فرانسې ښي پال بهیر د مارین لوپن په مشری په فرانسه کې د حلالو خوړو د بندیدو غوښتونکی شوی دی.

دې ته په کتو سره چي کیڼ پالو د واکمنیو پرمهال د فرانسې اقتصاد کمزوره شوی نو اکثره فرانسویان له کیڼ پالو څخه ناراضه دي، په دې خاطر هر یو کاندید چي راځي او یا هر ګوند چي غواړي رایي تر لاسه کړي د ښي پالو شعارونه ورکوي او د اسلام ضد سیاستونه خپلوي.

 

 

 

ټیګونه