شیروشکر (اتمه برخه)
(last modified Wed, 06 Dec 2023 03:37:51 GMT )
Dec 06, 2023 08:07 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو  او د شیر و شکر د پروګرام مینه والو زمونږ د مینې او اخلاص تاوده سلامونه ومنئ د فارسۍ ژبې د زده کړې د پروګرام شیر و شکر له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو. په دې پروګرام کې یوه بله ادبي څېره در پېژنو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

 دوستانو په دې پروګرام کې د پينځمې قمري پېړۍ د عالم، ادبی ، او مشهور عارف او صوفي خواجه عبدالله انصاري چې په پیر هرات مشهور دی  له ژوند او شخصیت سره مو بلدوو..

خواجه عبدالله انصاري د فارسۍ د ادب او د عرفان یوه وتلې څېره او د ادبیاتو په تاریخ کې د مسجع نثر له مخکښانو دی. یو لوی عالم او تکړه عارف چې صوفیانه افکار او حکیمانه لیدتوګي یې، همېشه د پام وړ پاتې شوي او لمنځونه یې ډېر پلویان لري.

شیخ‌الاسلام ابواسماعیل عبدالله بن ابی‌ منصور محمد  چې په پیر هرات، پیر انصار، انصاري هروي او خواجه عبدالله انصاري مشهور دی؛ ادیب، شاعر، عالم،‌ عارف، محدث، د قرآن مفسر، وینا وال، د اخلاقو استاد و چې په څلورمه او پینځمه قمري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. د خواجه عبدالله انصاري کورنی نوم له انصار اخستل شوی چې په مدینه کې د پېغمبر ملګري وو او هغه خپله شجره د خزرج قبیلې د پېغمبر صحابي ابوایوب خالد بن زید انصاري ته رسوي چې یو مشهور صحابي دی.

د خواجه عبدالله انصاري وړوکوالی د پلار له کوچېدو وروسته په فقر او سختۍ کې تېر شو. د هغه  سرپرستي په دغه وخت کې  مشهور صوفي « شیخ عمو» په غاړه لرله او د « په خواجه غلتان ولي» مشهور شیخ یحیی انب عمار سجستاني او « ابو عبدالله محمد طاقي سجستاني هروي سره یې د قران او حدیثو زده کړې ته دوام ورکړ. له هغه د پاتې خبرو په اساس هغه  دفارسۍ اویا زره بیته شعرونه، او د عربۍ یو لک شعرونه حفظ کړې وو. خواجه عبداالله انصاري په فارسي ژبو کې زیاتره په ننګ او آهنګ لرونکې شعر او نثر مشهور دی. د هغه په اثارو کې  "مناجات نامه یا الهی نامه" ، "طبقات الصوفیه" و "صد میدان "  زیات مشهور دی. هغه مناجات چې په ښایسته او مسجع نثر او ښکلي آهنګ سره په درۍ ژبه لیکل شوي او د مناجات نامې په نوم ټولګې کې راغونډ شوې دي. د هغه د مناجات نامې پښتو ژباړه د افغانستان تکړه لیکوال استاد حبیب الله رفیع کړې ده.

 په دوام کې د هغه د مناجاتو یوه برخه در اوروو:

 "الهی! در جلال رحمانی، در کمال سبحانی، نه محتاج زمانی و نه آرزومند مکانی؛ نه کس به تو ماند و نه تو به کس مانی، پیدا است که در میان جانی، بل جان زنده به چیزی است که تو آنی.الهی! یکتای بی همتایی، قیوم توانایی، بر همه چیز بینایی، در همه حال دانایی، از عیب مصفّایی، از شریک مبرّایی، اصل هر دوایی، داروی دلهایی، شاهنشاه فرمانفرمایی، معزز به تاج کبریایی، مسندنشین استغنایی، خطبه الوهیت را سزایی، به تو زیبد ملک خدایی.الهی! نام تو، ما را جواز، مهر تو ما را جهاز، شناخت تو ما را امان، لطف تو ما را عیان.الهی! ضعیفان را پناهی، قاصدان را بر سر راهی، مؤمنان را گواهی، چه عزیز است آن کس که تو خواهی.الهی! از نزدیک نشانت می‌دهند و برتر از آنی. و دورت پندارند و نزدیکتر از جانی. تو آنی که خود گفتی و چنان که خود گفتی، آنی: موجود نفسهای جوانمردانی، حاضر دل‌های ذاکرانی."

ګلونو اورېدونکو اوس راځو د فارسۍ ژبې د زده کړې برخې ته  او ځینې ټکي در اوروو په غور سره یې واورئ  او ذهن ته یې وسپارئ.

فارسي

پشتو

فارسي

پشتو

واژه    

ټکی یا  حرف

 

 

تکلیف،         

مشق

تکلیفِ مدرسه

د ښوونځي مشق

هفته ،

اونۍ یا هفته

آینده

راتلونکی

مدرسه

ښوونځی

 

 

 

 

 

 

تحقیق

تحقیق

ادیب

ادیب

برای

لپاره

مشهور

مشهور یا نامتو

درمورد

په باره کې یا په اړه

بیست و چهار(24)

څلورویشت

چه کسی

څوک

موضوع

موضوع

عارف،

عارف

،چیست

څه ده

دو(2)

دوه

راز و نیاز

راز و نیاز

عرفان

عرفان

خدا

خدای

تصوف

تصوف

 

 

مناجات

لمنځ یا مناجات

 

 

 

اوس له خپل پلار سره د ریحانې خبرو ته پام وکړئ. هغوي د خواجه عبدالله انصاري په اړه له یو بل سره خبرې کوي  

ریحانه : پدر، تکلیف مدرسه مان برای هفته آینده تحقیق درمورد "پیرهرات" است. پیرهرات لقب چه کسی است ؟

ریحانه: پلاره، راتلونکي اونۍ زمونږ د  ښوونځي مشق د پیر هرات به اړه تحقیق دی. پیر هرات د چا لقب دی؟

پدر: دخترم ، پیرهرات یکی از لقب های خواجه عبدالله انصاری، عارف و ادیب بزرگِ فارسی زبان است .

پلار: لورې، پیر هرات د لوی فارسي ژبي ادب او عارف خواجه عبدالله انصاري یو لقب دی.

ریحانه : آیا او القاب دیگری هم دارد؟

ریحانه: آیا هغه بل لقب هم لري؟

پدر:پیر انصار هم یکی دیگر از القاب این شاعر و نویسنده است .

پلار: پیر انصار هم د دغه شاعر او لیکوال یو بل لقب دی.

ریحانه : پیر انصار چه آثاری دارد؟

ریحانه: پیر انصار کوم اثار لري؟

پدر: گفته می شود پیر هرات بیش از 24 اثر داشته است که درمیان آن ها "صدمیدان" و "الهی نامه" بسیار مشهور هستند .

پلار: ویل کیږي چې پیر هرات تر څلورویشتو زیات اثار لرلي چې پکې «صد میدان» او « الهي نامه» ‌ډېر مشهور دي.

ریحانه: پدر موضوع این دو اثر چیست؟

ریحانه: بلاره د دغه دوو کتابونو موضوع څه ده؟

پدر: "صدمیدان" درمورد عرفان و تصوف است . " الهی نامه" یا "مناجات نامه" هم مناجات و راز ونیاز با خداست .

پلار: «صد میدان» د عرفان او تصوف په اړه دی.« الهی نامه» یا « مناجت نامه» هم لمنځونه او له خدای سره راز و نیاز دی.

*************************************************

 ګلونو اورېدونکو دا چې تر دې دمه مو له مونږ سره ملګرتیا وکړه ډېره مننه کوو. اوس د خواجه عبدالله انصاري څو شعروه در اوروو.

 

گر درد دهد بما و گر راحت دوست

از دوست هر آن چیز که آید نیکوست

 

ما را نبود نظر به خوبی و بدی

مقصود رضای او خشنودی اوست

*************************************************

ګلونو اورېدونکو ستاسو ډېره مننه کوو چې تر دې دمه مو له مونږ سره ملګرتیا وکړه. د خپرونې په پای کې د ایراني هنرمند راغب په غږ د خواجه عبدالله انصاري یو لمنځ درته وړاندې کوو.

 

ټیګونه