Feb 05, 2024 06:24 Asia/Kabul
  • د امریکا محصیلینو د جنګ د بندولو لپاره لوږ تړ وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د «براون» پوهنتون محصیلینو د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګ د بندولو لپاره لوږ تړ پیل کړی.

د امریکا رسنیو وویل د براون پوهنتون په نولسو لوږتړ کونکو  محصیلیونو کښې مسلمان او یهودیان شامل دي.

د پوهنتون محصیلینو تر نامعلومې مودې پورې د کلاسونو په بایکاټ کولو سره غوښتنه کړي ده چې په فلسطین کښې د انساني حقوقو له خلاف ورزۍ کونکو شرکتونو سره اړیکې ختمې شي.

د امریکا دغو محصیلینو د اسرائیلو له ملاتړ کونکي کارپوریشن سره د اړیکو د غوڅولو غوښتنه هم شوي ده.

امریکا د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو په حملو کښې له دغه رژیم سره  پوره پوره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي او د غزې د جنګ مدیریت د امریکا په لاس کښې دی.

 

ټیګونه