د روغتیا مجله (۵۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i98560-د_روغتیا_مجله_(۵۶)
ضروری ده چی پوهه شی په وخت تشخیص تاسو سره مرسته کوی چی د ناروغۍ د زیاتیدا او د عقل د زوال په شان په ناروغیو د اخته کیدا مخه ونیول شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 11:02 Asia/Kabul
  • د روغتیا مجله  (۵۶)

ضروری ده چی پوهه شی په وخت تشخیص تاسو سره مرسته کوی چی د ناروغۍ د زیاتیدا او د عقل د زوال په شان په ناروغیو د اخته کیدا مخه ونیول شی .

مغزه او اعصاب د انسان د بدن ډیرې حساسې برخې دي  او د بدن دغه دوه حیاتی غړی له خاصو ناروغیو سره مخامخ کیږی چی د بدن نور غړی هم تر اغیز لاندې راولی . د اعصابو د علومو متخصصان باوری دي د مغزو ډیرې داخلی ناروغۍ د وګړو د روحی او روانی شرایطو تر اغیز لاندې دی . د پروګرام په دغه برخه کی غواړو تاوس ځینو هغو ناروغیو سره بلد کړو چی  د اعصابو او مغزو له ګډوډیو رامینځته کیږی . د حافظی خرابیدا په دغو کی یو ګډوډې دې  او پکی هیرول او الزایمر هم شاملیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

هیرول یو ډول د حافظې یو خرابې حسابیږی چی د روانی او مغزو د تاوان ، پیښې یا شوک په شمول بیلا بیل علتونه درلودلی شی . په دغه ګډوډی اخته کس ممکنه ده د پیښو او یادونو ، حقایقو ، نیټو او په ډیرو لږړ موردونو کی د خپل هویت په شمول په بیلا بیلو زمنیو کې له ګډوډی سره مخامخیدلې شی .د وخت له نظره هم ممکنه ده له پیښې وروسته د یادونو په ثبتولو او یا له هغه مخکې په یادولو کی او یا هرو دواړو ستونزو سره مخامخ شی . هغه ټکی چی باید ورته پام وکړو دا دې چی په روزنیزه توګه د بیلا بیلو موردونو هیرول چی د هر چا لپاره پیښیدلی شی ، د هیرولو له ګډوډی سره توپیر لری . د هیرولو ډیر موردونه موقتی دی خو ممکنه ده د ښه کیدا لپاره ډیر وخت ته اړتیا ولرلې شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

هیرول د حافظې یو ګډوډې دی چی د وګړی د ګډوډی ځانګړتیاو ته په پام سره په څو ډولونو ویشل کیږی . په Pre-existing forgetfulness ډول هیرولو کې وګړې د نویو خاطراتو د ثبتولو او په لنډ مهاله حافظه کی د اطلاعاتو ساتل له لاسه ورکوی ، دغه ډول هیرول معمولا په سر د ګوزار له امله رامینځته کیږی .او په Extensive forgetfulness هیرولو کی  وګړی هغه یادونه او خاطرې چی له پیښې مخکې شوی وی ، نشی یادولې . په ډیرو کمو موردونو داسې هم کیږی چی دغه دواړه د هیرولو ډولونه په یو وخت رامینځته شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د هیرولو په بل ډول ګډوډی کی چی ورته کلی تیریدونکی هیرول ویل کیږی ، وګړی د لنډ وخت لپاره د تیرو معلوماتو او یادونو وس او په ډیرو سختو موردونو کی د نویو معلوماتو د ثبتولو وس له لاسه ورکوی . دغه ډول هیرول معمولا د مغزو د رګونو د بندیدا او زیاتره په ډیر عمر او بوډاګانو کې رامینځته کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

سانډروم ورنیکه کورساکوف هغه ډول چی د الکولو د ناوړه استعمال له امله په حافظه کی Pre-existing forgetfulness او Extensive forgetfulness دواړه مشکلات رامینځته کیږی . په هغوکسانو کی چی د B1 پکې کم وی  دغه ستونزه زیاته رامینځته کیږی .

کله چی یو کس له پیښی سره مخامخ کیږی چی وروسره د روانی مقابلې توان نلری ممکنه ده په هغه په غبرګون کې د حافظې ستونزه رامینځته شی . په ناڅاپی ډول متوجه کیږی چی مهم معلومات لکه خپل هویت یې نه یادیږی ، دغه ډول ګډوډی یوې لنډې مودې وروسته ورو ورو او یا په ناڅاپی ډول لیری کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د نویو معلوماتو په یادولو ، د تیرو خاطرو په یادولو کی ستونزه ، د څیرو او موقعیتونو په پیژندلو کی مشکل ، د هغو یادونو او خاطرو شتون چی اصلا نه وې موجودې ، سر ګرځیدل او په حرکت کی نه انډول ، د لنډ مهاله حافظې ستونزې هغه نښی نښانی دی چی عموما وګړی یې احساسوی ، له هغه څه سره واقعا د هیرولو ګډوډی ونومول شی ، توپیر ولری . د ځینو درملو استعمال ، تیروییډی مشکلات ، سټریس ، په سر ګوزار خوړل ، د بی ۱۲ ویټامنو کمښت ، د مغزو سکته د هیرولو د رامینخټه کیدا له علتونه دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ضروری ده چی پوهه شی په وخت تشخیص تاسو سره مرسته کوی چی د ناروغۍ د زیاتیدا او د عقل د زوال په شان په ناروغیو د اخته کیدا مخه ونیول شی . د دغه ګډوډی د تشخیص لپاره د بالینی مرکې ، د طبی او کورنۍمخینې ، د پیژندلو ازمښتونو ، سی ټی اسکن ، ایم ار ایی او د وینې د ترکیب ازمښت استفاده کیږی . د هیرولو ډول او علت ممکنه ده  د درملنې بیلا بیلې رودې په نظر کی ونیول شی . په ډیرو موردونو کې هم مشکل له درملنې پرته پخپله سم شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د الزایمر ناروغۍ ، یو عصبي ډیروژیري ناروغي چې د هغه چا او شاوخوا شاوخوا خلکو ژوند ویجاړوي ، پخپله په ډیر عمر کې ځان څرګندوي. په هرصورت ، دا تل داسې نه وي. که څه هم دا دومره تکرار نه دی ، کولی شي د 65 کلنۍ دمخه او حتی د ځوان عمر په جریان کې څرګند شي .

د دې ناروغۍ لاملونه په مغز کې د ځینو موادو لکه البومینو راټولېدل او لویېدل ښودل شوي دي. د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښې د ټیټې درجې لېونتوب وي، چي په زړو خلکو کې لیدل کېږي..

د الزایمر ناروغي یوه داسې ناروغي ده؛ چې عصبي حجرو ته په زیان رسېدو سره د انسان دماغ له کاره غورځي، حافظه له لاسه ورکوي، له خبرو لوېږي او په خوی کې یې بدلون راځي.

د حافظې ستونزې په لومړي سر کې ډېرې وي، په دې مانا چې ناروغان د لنډې مودې پېښې هېروي. پر دې سربېره د اوږدمهالې حافظې ستونزې هم د دې ناروغۍ پر وخت پیدا کېږي. د ډاکټرانو په وینا، که د الزایمر ناروغي پرمختللې شي،حتی ناروغ نه شي کولی په خپل کور کې هم لاره ومومي او په وروستي پړاو کې یې ناروغ له خبرو کولو هم لوېږي .

«««««««««««««««««««««««««««

د ناروغۍ د پرمختګ په وخت په مغزو کې پروټین راجمع کیږی اوداسې جوړښت تشکیلوی چی ورته پلاک ویل یکیږی . دغه پلاکونه سبب کیږی چی د عصبی حجرو ترمینځ ارتباط غوڅ شی او په نهایت کې دغه مړې حجرې او د مغزو بافت له مینځه لاړ شی . په الزایمر اخته ناروغانو کی د مغزو ځینې مهم کیماوی مواد کمیږی . او کله چی دا مواد کم شی نو سیګنلونه سم نه ترسره کیږی .

.«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

څېړنو ثابته کړې چې لوړ عمر الزایمر ناروغۍ ته لاره هواروي. د څېړنو پایلې دغه راز ښیي چې په الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو له دریو دوه برخې یې ۸۵ کلن دي. لږ تر لږه ۴۵ سلنه کسانو چې پر دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي ویلي، چې هېڅ داسې نښې نښانې په لومړي سر کې نه دي تر سترګو شوې چې پر وړاندې یې لاس په کار شوي وای.

په الزایمز ناروغۍ د اخته کیدا اصلی دلیل تراوسه ندې پیژندل شوی ، البته ځینې عوامل شته چی په دغې ناروغۍ د اخته کیدا احتمال زیاتوی . د عمر زیاتیدا ، په دغې ناروغئ د کورنۍ د کوم غړی د اخته کیدا مخنیه ، په تیرو وختونو کې سخت سر درد او د سر تاوانی کیدا او د ژوند له سبک سره اړونده عوامل وغیره له دغو عواملو دي . د الزایمر لومړنۍ نښه معمولا له حافظې سره اړونده  جزیی ګډوډې دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

الزایمر ناروغۍ بیلا بیل پړاونه لری . په لومړنۍ پړاو کې چی له ګډوډی پرته ده ، د الزایمر ناروغۍ د تشخیص وړ نه وی او د حافظې مشکلات  د تشخیص وړ نه وی . په دوهمه مرحله کې چی د عقل در زوال معمولی نښه حسابیږی ، ناروغ ممکنه ده  د حافظی معمولی مشکلات ولرلې شی ، یا د کور په شاوخوا کی ځینې څثیزونه ورک کړی . په دریمه مرحله کی معمولی زوال ورته وایی ناروغ د پیژندلو او حافظې له مشکلاتو کړیږی .

په څلورم پړاو چی ورته د عقل متوسط زوال وایی ، د  الزایمر ناروغۍ نښې نښانې جوتیږی . په پینځمه مرحله کې چی زوال نسبتا سخت وی ، ناروغ د خپلو ورزنیزو کارونو لپاره مرستې ته اړتیا لری ،

په شپږمه مرحله کې سخت زوال رامینځته کیږی او ناروغ په دغه مرحله سختې څارنې او خیال ساتلو ته اړتیا لری  او اوم پړاو چی دیر سخت زوال رامینخټه کیږی ، د الزایمر ورستې پړاو دې چی درملنه یې نشته ، په دغه پړاو کی ناروغ مرګ ته نږدې وی  .

«««««««««««««««««««««««««««

د دغې ناروغۍ د مخینوی لپاره متخصصان د فیزیکی فعالیتونو درلول ، ورزش کول ، اجتماعی تعاملاتو درلودل  ، یوه سالم خوراکی رژیم استفاده ، کافی خوب  او د سټریس کنټرول وړاندیز کیږی . همداراز د تازه څیزونو په یادولو او د حفظ کولو تمرین کولو سره خپل ذهن تحریکوی .