نرخ ولسوالۍ کې تازه دم افغان ځواکونه ځای پر ځای شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د دې ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د دې ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د میدان وردک امنیتي چارواکو پرون ویلي وو: د دوی ځواکونه له نرخ ولسوالۍ څخه وروسته له دې په شا شوي چې طالبانو پر دې ولسوالي پراخ بریدونه پیل کړل.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان نن چهارشنبه پر خپل ټویټر لیکلې چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي.
فواد امان زیاتوي چې په نرخ ولسوالۍ کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي او وسله والو طالبانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د میدان وردګ اوسېدونکو ته زیان ورسوي.
د ویلو ده چې وسله والو طالبانو پرون سه شنبه د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ونیوله.
که څه هم دغې ډلې د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی، خو لا هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.