طالبانو په الینګار کې د اوربند موافقه ماته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100656-طالبانو_په_الینګار_کې_د_اوربند_موافقه_ماته_کړه
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کښې د خلکو په هلوځلو د دولتي او طالباني ځواکونو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند په اړه د رسنیو له لوري د خبرونو له خپرېدو وروسته طالبانو په دې ولسوالي کې اوربند مات کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 23, 2021 05:10 Asia/Kabul
  • طالبانو په الینګار کې د اوربند موافقه ماته کړه

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کښې د خلکو په هلوځلو د دولتي او طالباني ځواکونو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند په اړه د رسنیو له لوري د خبرونو له خپرېدو وروسته طالبانو په دې ولسوالي کې اوربند مات کړ.

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کښې د خلکو په هلوځلو د دولتي او طالباني ځواکونو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند په اړه د رسنیو له لوري د خبرونو له خپرېدو وروسته طالبانو په دې ولسوالي کې اوربند مات کړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې جګړو سخت زور اخیستی و، د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکو پر دولتي او طالباني ځواکونو منلې وه چې د حاصلاتو تر ټولولو او د زده کوونکو د ازموینو تر بشپړېدو پورې به په دې ولسوالي کې جګړه نه کوي.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، د الینګار مشرانو اندېښنه لرله چې سږ کال به بیا د غنمو حاصل د جګړو له کبله له لاسه ورکړي. تېر کال د دوی فصلونه د راکټ او نورو وسلو په ګولیو له منځه لاړل.

د الینګار یوه قومي مشر پرون وویل «له بده مرغه طالبانو پر خپله ژمنه وفا ونه کړه او د افغانستان د ملي اردو د تلاشۍ پر پوستو یې بریدونه پیل کړل. د ده په وینا طالبان به هیڅکله ونه بخښل شي.»

د لغمان د ولایتي شورا رييس هم د نښتو د بیا پیلېدو په اړه وویل چې طالبانو د پنجشنبې له ماښامه جګړو ته زور ورکړی او په لړ کې یې د دولت شاه و لسوالي هم نیولې ده.

په لغمان او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د طالب وسله والو سرزورۍ سبب شوي چې خلک له دې ډلې تر پخوا زیات بېزاره شي. اوس اکثره کلیوال، چې پخوا به یې د طالبانو ملاتړ کاوه، له دې ډلې په ښکاره کرکه څرګندوي.