د افغانستان له پولو بهر د تاؤتریخوالود پراختیا مخه نیسو
د روسيې چارواکي هیله مند دي ، چې طالبانو ډله دافغانستان دسولې په خبرواترو کې ګډون وکړي او له افغانستانه د امریکائي عسکرو د وتلو د بهیر له بشپړ تیا وروسته ددغه هیواد دحالاتو دسیاسی حل لپاره شرائط برابر کړي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د طالبانو ډلې یوه پلاوي چې ماسکو ته په سفر تللی ، د روسیې د ولسمشرله ځانګړي استازي باختیور خاکیموف سره په کتنې کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب خبرې اترې کړي
په راپور کې وئيل شوي دي ،خاکیموف د افغانستان په شمال کې په تاؤتریخوالی اندیښنه ښودلې او دافغانستان له پولو بهر ته د تاؤتریخوالو دپراختیا دمخنیوي غوښتنه ئې کړې ده .
د روسیې خارجه وزارت هم د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي د طالبانو او ددغه هیواد په ګډې اعلامیې کې دغې ډلې ډاډ ورکړی ، چې له ګاونډیو هیوادونو سره سرحدي سترې لارې به د خپلو پخوانیو قواعدو په اساس فعالیت کوي .
د طالبانوډلې یوه مسئول مقام سهیل شاهین هم له ماسکو سره په دغې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ،اجازت نه ورکوي ، له افغانستانه په روسیې او نورو ګاونډيو هیوادونو باندې دحملې لپاره څو ک استفاده وکړي . شاهین ټینګار کړی ،طالبان همداراز په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو په ډيپلوماټيکو نمایندګیو دحملې هیڅ نیّت نه لري، بلکې دوي دنده لري د درستو ډيپلوماټيکو مرکزونو اوکارکونکو خوندیتوب وساتي .
د روسيې چارواکي هیله مند دي ، چې طالبانو ډله دافغانستان دسولې په خبرواترو کې ګډون وکړي او له افغانستانه د امریکائي عسکرو د وتلو د بهیر له بشپړ تیا وروسته ددغه هیواد دحالاتو دسیاسی حل لپاره شرائط برابر کړي .