نن د عمران خان او اشرف غني د ملاقات تمه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103076
قریشي وویل، عمران‌خان به له ولسمشر غني سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ګډو همکاریو او په سیمه کې د روان سیاسي وضیعت په اړه خبرې وکړي.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jul 16, 2021 04:57 Asia/Kabul
  • نن د عمران خان او اشرف غني د ملاقات تمه کیږي

قریشي وویل، عمران‌خان به له ولسمشر غني سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ګډو همکاریو او په سیمه کې د روان سیاسي وضیعت په اړه خبرې وکړي.

قریشي وویل، عمران‌خان به له ولسمشر غني سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ګډو همکاریو او په سیمه کې د روان سیاسي وضیعت په اړه خبرې وکړي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې رسنیو ته ویلي دي: تمه ده وزیراعظم عمران‌خان د جمعې په ورځ د منځنۍ او سویلي آسیا د هېوادونو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف‌غني سره وګوري.

عمران‌خان په داسې حال کې له ولسمشر غني سره د لیدلو نیت کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې ورځ په ورځ د خرابېدو په لور روانې دي.

خو قریشي بیا ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې په اړه یې یو شمېر افغان سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړې چې ډیر ژر به په اسلام آباد کې ورسره وګوري.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف‌غني پرون د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسیدلی چې نن به هلته د منځنۍ او سویلي آسیا د هیوادنو د اړیکو، ننګونو او فرصتونو په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.