Jul 20, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست هېوادوالو ته جدي خبردارے ورکړ

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د اختر په مناسبت په یو ویډیویي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې په اختر کې له ګرځېدو او اختر مبارکۍ لپاره د یو بل کورونو ته له ورتګ څخه ډ‌ډه وکړي.

مجروح همدارنګ خبردارے ورکړ چې کورونا لاهم د خپرېدو په حال کې ده او که خلک روغتیایي لارښوونې مراعات نه کړي او د ګڼې ګوڼې ځایونو او یو د بل کورونو ته له ورتګ څخه ډډه ونه کړي؛ نو د کوچني اختر په څېر به یو ځل بیا د کورونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر په بېسارې کچه لوړ او مړینه به هم زیاته شي.

په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق احمد «اکبري» هم له خلکو غواړي چې په اخترکې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نوموړی وایي: «اوس هم په افغان جاپان روغتون کې نېږدې یونیم سل تنه د کوېډ۱۹ ناروغان بستر دي.».

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکې ساره احمدي وایي: « په تېر اختر کې مو هم کورونا جدي ونه ګڼله او د اختر مبارکۍ لپاره د خپلوانو اودوستانو کورونو ته ولاړو؛ نو له اختر وروسته مو د کورنۍ ډېری غړي پر دې ناروغۍ اخته شول.»

نوموړې وایي: «اوس کورونا د کوچني اختر په پرتله ډېره شوې او ټینګار کوي چې اختر به پخپل کور کې تېروي او بیا به د کوچني اختر تېروتنه نه تکراروي.».

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱۵ تنه د کورونا په ناروغۍ اخته شوي او ۵۱ تنه بیا د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

 

ټیګونه