د پاکستان افغانستان ترمینځ سپين بولدک ستره لاره پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103530-د_پاکستان_افغانستان_ترمینځ_سپين_بولدک_ستره_لاره_پرانیستل_شوه
سپین بولدک  سرحدي لاره تر دې دمه د طالبانو ډلې په کنټرول کې ده . طالبان وائي د افغانستان اوه سرحدي لارې په اختیار کې لري .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 07:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان افغانستان ترمینځ سپين بولدک ستره لاره پرانیستل شوه

سپین بولدک  سرحدي لاره تر دې دمه د طالبانو ډلې په کنټرول کې ده . طالبان وائي د افغانستان اوه سرحدي لارې په اختیار کې لري .  

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خخان  نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئيل د سپين بولدک ستره سرحدي لاره له دوو اونیو تړل کیدا وروسته  بیان  د تګ راتګ او د تجارتي  فعالیتونو لپاره بیرته پرانیستل شوې ده.

سپین بولدک  سرحدي لاره تر دې دمه د طالبانو ډلې په کنټرول کې ده . طالبان وائي د افغانستان اوه سرحدي لارې په اختیار کې لري .  

 په تیرو دوو میاشتو کې  طالبانو ډلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې   په لسګونو  ولسوالۍ نیولي او دکابل حکومت   توانیدلی  دی له دوي یوازې یولس ولسوالۍ بیرته ونیسي .له افغانستانه  د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت   دطالبانو حملې زیاتې شوي  او دغې ډلې هڅې کړي څو له دې لارې  له حکومته د لازیاتې ونډې غوښتنه وکړي .

 بل پلوه د افغانستان  دمالیې وزارت وئيلي دي ، په تیرې یوې میاشتې کې  په اوو سرحدي لارو باندې د طالبانو  په سلطې پسې  حکومت د ګمرکاتو  کابو دوه میلیارډ  او اوه سوه میلیون افغانۍ تاوان  کړی دی .

 د افغانستان د خزانې وزارت ویندوي رفیع تابع  وئيلي دي  دم ګړۍ  حکومت  نه پوهیږي ، چې د حکومت تر کنټرول لاندې د ګمرکاتو عایدات  په کومې رودې سره غونډ کړي او  پیسې ئې  چرته ځي .  دغه راز وئيل کیږي ،  د افغانستان د مختلفو ښارونو  کې د خوراکي موادو  کمښت راغلی دی او که په دې لړ کې حکومت کوم ا قدام ونه کړي ،نو ممکنه ده  حالات لاترینګلي شي . اوسمهال د  کابل له حکومت سره یوازې د مزارشریف  او ازبکستان ترمینځ حیراتان پوله او د له پاکستان سره تورخم پوله پخپل کنټرول کې لري .که دغه وضعیّت دوام وکړي ، نو د افغانستان وضعیّت به تربوږنونکي حالته ورسیږي.