طالبانو په هلمند ولایت کې د ګرشک تاریخي کلاورانه کړه
د هلمند ولایت ددغې تاریخي کلا په کنډوالې بدلول په داسې حال کې دي چې په کابل کې د طالبانو واک ته رسیدا وروسته ، دغې ډلې له چینه غوښتي وو ، د افغانستان ړنګ شوو لرغونو آثارو د بیا رغاونې لپاره دې له طالبانو سره مرسته وکړي .
زمونږخبریال د آریانانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،طالبان نیّت لري ، په ګرشک ولسوالۍ کې ددغې تاریخي کلا له بشپړ ړنګولو وروسته دا په دیني مدرسې بدله کړي .
دغه تاریخي کلا سردار صدیق خان جوړه کړې وه او د افغانستان د تاریخ هویّت ئې نندارې ته وړاندې کاوۀ .
ددغې کلا مخینه څه د پاسه زر کلونو ته رسیږي او دغزنویانو په پړاؤ کې هم ورځیني استفاده کیدله ، ویل کیږي ، امیر تیمور په دغې کلا کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده .