کابل او ننگرهار بیا سختو چاودنو ولړزول
په راپور کې دا هم وئیل شوي دي ، روغتوني سرچینو وئیلي دي ، دچاودنو قربانیان ، طالبان، عام وګړي او په تیره بیا زده کونکي دي
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، دافغانستان په پلازمینې کابل کې یوه چاودنه شوې ، چې البته د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .
همداراز راپور ښئ ، چې په ننګرهار کې هم نن درې چاودنې شوي چې وئیل کیږي ویو شمیر مرګ ژوبلې ئې اړولي دي .
په راپور کې دا هم وئیل شوي دي،روغتوني سرچینو وئیلي دي،د چاودنو قربانیان ، طالبان،عام وګړي او په تیره بیا زده کونکي دي
دطالبانو واک ته له رسیدا وروسته په ننګرهار کې دا لومړنۍ چاودنې دي . د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ځايي طالبانو په رېنجر موټرو درې چاودنې شوې دي.
داپه داسې حال کې دي چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي چې کابو ۹ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې د طالبانو په رېنجر موټر چاودنه شوې،خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې ، البته له دې وروسته دوه نورې چاودنې هم شوي دي .
په ډې اړه نور بشپړ معلومات زمونږ دخبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .