په پروان ولایت کې یوشمیر داعشیان هلاک شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106366-په_پروان_ولایت_کې_یوشمیر_داعشیان_هلاک_شوي
په همداوروستیو شپو ورځو کې  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په څو چاودنو کې دیوشمیر طالبانو د وژلو   پړې په غاړه اخستي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2021 01:13 Asia/Kabul
  •     په پروان ولایت کې یوشمیر داعشیان هلاک شوي

په همداوروستیو شپو ورځو کې  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په څو چاودنو کې دیوشمیر طالبانو د وژلو   پړې په غاړه اخستي دي .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،  د طالبانو د  ویندوي ذبیح ا... مجاهد مرستیال بلال کریمي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ولسوالۍ کې  د طالبانو په عملیاتو کې د  یو شمیر وسلوالو داعشیانو د هلاکت او د یوشمیر دنورو دنیول کیدا خبر ورکړی  او دغه راز د هغوي له منګولو اوپټنځایونو ز یاته شمیر تجهیزات او چاودیدونکي توکي هم ترګوتو شوي دي .

بلال کریمي   د هلاک شوو داعشیانو شمیر ته له  اشارې پرته ووئيل ،  په دغو عملیاتو کې تر پنځو پورې داعشیان ټپيان شوي هم دي  او یوشمیر نور هم نیول شوي دي .

داپه داسې حال کې دي ، چې په همداوروستیو شپو ورځو کې  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په څو چاودنو کې دیوشمیر طالبانو د وژلو   پړې په غاړه اخستي دي .