د افغانستان د اقتصادِ ودي لپاره دې یوازې له افغانۍ استفاده وشي
د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا تر مخکې پورې د یوه امریکائي ډالر ارزښت د اته اویا افغانیو برابر ؤ ،چې همدااوس دغه ارزښت تر نوي افغانیو پورې رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د طالبانو ویندوي ذبیح ا.... مجاهد نن سهار په خپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، د افغانستان د مرکزي بانک د قانون په اساس ، ددغه هیواد رسمي کرنسي افغانۍ ده ، پر دې اساس له درستو حکومتي او غیر حکومتي اورګانونو او موسیسو غواړو چې دخپل راکړه ورکړه او تړونونو لپاره دې د افغانستان له کرنسۍ استفاده وکړي څو د دغه هیواد د اقتصادي ودې سبب وګرځي .
د افغانستان د پخواني حکومت په نسکوریدا او په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې دافغانستان د کرنسۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې تر ډیره حده کم شوی دی .
د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا تر مخکې پورې د یوه امریکائي ډالر ارزښت د اته اویا افغانیو برابر ؤ ،چې همدااوس دغه ارزښت تر نوي افغانیو پورې رسیدلی دی .
له بل پلوه افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، تجارت او ټرانزیټ له ځوړتیا سره لاس او ګریوان دی. د افغانستان د خلکو نغدې پیسې او کارکسب هم تر ډیره حده لویدلی دی او په امریکا کې د دغه هیواد بهرنۍ شتمنۍ هم تړل شوي دي . په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت څه موده مخکې ، د افغانستان د اقتصادی بحران دپيزواني کولو لپاره ځانګړی کمیشن هم جوړ کړی دی .