داعش په افغانستان کې یوه وارداتي ښکارنده ده
د مونږ هیواد پیچلي حالات او وروستۍ ترهه ګرې پيښې ښئ چې له دایمي سولې ټینګیدا و د امنیت او ثبات له پیاوړتیا سره تر دې د مه ډير واټن لرو .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ددې خبرې په کولو سره چې دداعش په نامې سره په افغانستان کې وروستۍ ترهه ګرې پيښې ددغه هیواد دثبات په ضد یوه دسیسه ده ، ووئيل ، داعش یوه وارداتي بلا ده چې د افغانستان له دیانت ، تاریخ او کلتور سره هیڅ سمون نه خوري .
حامد کرزي پرون د افغانستان د نوو بدلونونو او د اسلامی نړۍ دعالمانو په نړیوال ویبینار سیمنار کې پخپلې وینا کې ټینګار وکړو د مونږ هیواد پیچلي حالات او وروستۍ ترهه ګرې پيښې ښئ چې له دایمي سولې ټینګیدا و د امنیت او ثبات له پیاوړتیا سره تر دې د مه ډير واټن لرو .
د افغانستان نوي بدلونونه او داسلامی نړۍ عالمانو نومې نړیوال ویبینار ، د سیمې د هیوادونو د عالمانو ،شخصیتونو او کارپيژاندو په شتون سره ،د نړیوال رواوالی دترلاسه کولو او دملت د حقوقو د پوره کیدا ، د امنیت دتامینیدا ، دټولشموله حکومت او داسلامي حکومت د جوړیدا دمعیارونو او ځانګړنو په چورلیزونو سره داسلامی مذهبونو د نزدیکیت د نړیوالې ټولنې په ملګرتیا سره د تبیان دکلتوري اوټولنیزو فعالیتونو دمرکز په وسیله ترسره شو .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې په دغه ویبینار کې وینا کوله ، وووئیل ، نن سبا افراط پالنه په یوه تعریف شوي شکل سره د اسلامی ټولنې لمن ګیره کړې ده او ځیني هڅه کوي ، دین د نفاق ، دښمنۍ او وژلو عامل معرفي کړي . هغه ووئیل په کابل ، کندهار او کندوز کې وروستۍ ترهه ګرې پیښې چې د داعش په نامې سره شوي او د مونږ د ولس زړونه ئې داغي کړي دي ، په سیمې کې د پرَدیو دسیاسی موخو په لړ کې د بې ثباتیو د دوام لپاره دافغانستان په ضد یوه ستره دسیسه وه . دافغانستان د بحران حل لاره ، په مشورو او ولس ته په مراجعې سره ده ،ځکه سیاسی ثبات او دتل پاتې سولې ټينګیدا د ولس له ګډون پرته نه ترلاسه کیږي .