د امریکا ولسمشر دې د افغانستان د خلکو پیسې ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112192-د_امریکا_ولسمشر_دې_د_افغانستان_د_خلکو_پیسې_ورکړي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا په ولسمشر جوبایډن غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو د شتمنیو د مصادره کولو په هکله په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 13, 2022 11:59 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر دې د افغانستان د خلکو پیسې ورکړي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا په ولسمشر جوبایډن غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو د شتمنیو د مصادره کولو په هکله په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .

هغه نن ټینګار وکړ د  امریکا ولسمشر جوبایډن باید په خپلې پریکړې کښې بیا کتنه وکړي او د افغانستان ټولې پیسې دې د دغه هیواد خلکو ته بیرته ورستنې کړي .

حامد کرزي په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په خپله د ترهګرۍ قرباني دي وویل د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن د افغانستان خلکو خپل هیواد ته نه و راوستلی بلکې خارجي هیوادونو(امریکا، بریتانیا، سعودي عربستان وغیره ) هغه افغانستان ته راوستی و  .

هغه د افغانستان له موقته حکومت وغوښتل چې د یوې (۱) ملي غونډې یا د لوې جرګې د ترسره کولو زمینه برابره کړي چې خلک د خپل هیواد د راتلونکي په هکله فیصله وکړي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې جمعې ورځ د یوه (۱) حکم په لاسلیک کولو سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه د سپتمبر د یولسمې (۱۱)نیټې د حملو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د ورکولو حکم ورکړ .

امریکا واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په چټي پلمو سره د افغانستان کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي خو له مودو مودو وروسته یې اوه (۷) میلیارډه ډالر ازاد کړل .

خو بایډن سمدستي وویل له دغو اوو (۷) میلیارډو ډالرو څخه درې نیم میلیارډه ډالره د سپتمبر د میاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د حملو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته ورکوي .