په کابل کې د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه کیږي
Apr 14, 2022 10:16 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د افغان مهاجرینو د ستونزو د هوارولو په موخه به یوه څلور اړخیزه غونډه په کابل کې وشي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنیو ته وویل چي په دې غونډه کې به د تهران، اسلام اباد او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنری ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه چي تر دې غونډي وروسته به هم دوې نوري ناستې د افغان کډوالو له کوربه هیوادونو سره تر سره شي.
د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت ویلي چي له دغو ناستو څخه هدف د کډوالو د ستونزو هوارول دی.
ایران په تېرو څلوېښتو کلونو کې کابو ۵ میلیون افغان کډوالو ته پناه ورکړې او پاکستان کې هم څه د پاسه دوه نیم میلون افغان کډوال اوسیږي.
ټیګونه