ننګرهار کې سلګونو خلکو د پاکستان پر خلاف لاریون وکړنور حال په راپور کښې لرو
(last modified Sun, 17 Apr 2022 07:21:52 GMT )
Apr 17, 2022 11:51 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي تېره ورځ د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي وکړو هوایي بریدونه تر سره کړل او د سر او مال درانه زیانونه یې رامنځته کړل چې د افغانستان د خلکو کرکه او نفرت یې راوپاراوه.

د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ اړوند دمارکو مشهور بازار سلګونو اوسیدونکو او کاروباریانو په یو سوله ییز لاریون کې د پاکستان دا کړنه وغندله.

 د مارکو بازار د صرافانو ټولنې مرستیال او ځایي اوسیدونکی حاجي حفیظ الله امین وایي په لومړي سر کې څوتنه د تورخم جلال اباد لویی لارې ته راووتل او دپاکستان پر خلاف یې شعارونه پېل کړل او  په کم وخت کې د لاریون کوونکو شمیر سلګونو تنو ته ورسیده .

 نوموړي وویل لاریون کوونکو مړ دې وي پاکستان  موږ پاکستان نه منو د طالبانو اسلامي امارت نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان له لورې د ترسره شویو هوایی بریدونو او ملکي تلفاتو په اړه دي ټینګ دریځ ونیسي او په کلکه دې پوښتنه وکړي چې نور  بیا پاکستان دا ډول کړنه ترسره نه کړي.

حاجي حفیظ الله وویل لاریون والو د څو ساعتونو لپاره د تورخم جلال اباد لویه لار هم دټرافیکو پر مخ تړلي وه او وروسته د تورخم ښارګوټي ته ولاړل چې هلته هم د پاکستان دپوله ساتو ځواکونو پر وړاندې خپل غبرګون ښکاره کړي.

 دافغانستان په خوست او کونړ ولایتونو دپاکستان هوایي بریدونو په کور دننه او د باندې خورا سخت غبرګونونه راپارولي دي .

 دطالبانو موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر وزارت ته وربللی او د حکومت د مشرتابه اندیښنې یې ورسره شریکي کړي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوایی بریدونو له امله اندیښنه ښودلی ده . خو پاکستان وایي دا بریدونه یې دډیورنډ پولې دې غاړه د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو ترسره کړي او درانه تلفات یې وراړولي دي.

 د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت مشر وربللی او په دې اړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان دبې ثباتې لپاره کارول کیږي خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړې دي .

پاکستان ویلي چې په دې وروستیو کې ددواړو هیوادونو تر منځ پر پوله چې افغانان یې فرضي کرښه بولي د ترهګرو ډلو تحرکات زیات شوي دي .

 پاکستان دا هم ویلي چې پر پوله د امنیت خوندي کولو او پاکستان ته دترهګرو د رااوښتو دمخنیوي لپاره به نور ګامونه هم پورته کړي .

 پاکستان پر کونړ او خوست وروسته له هغې هوایي بریدونه ترسره کړل چې مخ پټو وسله والو دډیورنډ پولې پورې غاړه د وزیرستان په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو وسله وال برید کې اته(۸)  پوځیان ووژل  او څلور(۴) نور ژوبل کړل.

 

ټیګونه