د کابل او مشهد پروازونه له سره پیل شوي
Apr 28, 2022 08:16 Asia/Kabul
د مشهد د نړیوال هوایي میدان د عمومي اړیکو مدیر وویل: د افغانستان د هوایي ادارې په غوښتنې سره، د ایراني شرکتونو د پروازونو په هاخوا، افغان هوایی شرکت ته هم د کابل او مشهد تر مینځ د پروازونو جواز ورکړل شوی دی.
د مشهد د نړیوال هوایي میدان د عمومي اړیکو مدیر حسن جعفري زیاته کړې چي د کابل – مشهد تر مینځ پروازونه په اوونۍ کې درې ورځي د آریانا افغان د هوایي شرکت له لوري به تر سره شي.
جعفري وویل: د افغانستان د غوښتنې له مخې، لومړنی پرواز به د جمعې په ورځ تر سره شي.
د نوموړي په وېنا، اوس مهال د مشهد – کابل تر مینځ الوتنې یوازې د یو شمېر ایراني شرکتونو له لوري تر سره کېدل او د افغان هوایي شرکتونو فعالیت له یو کال را په دې خوا بند شوی و.
ټیګونه