طالبانو د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117994-طالبانو_د_خوړو_د_نړیوال_سازمان_د_مرستو_غوښتنه_کړې
د افغانستان په نیمروز ولایت کښې د طالبانو د حکومت والي دغه ولایت ته د ملګرو ملتو د خوړو د نړیوال سازمان د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2022 06:00 Asia/Kabul
  • طالبانو د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو غوښتنه کړې

د افغانستان په نیمروز ولایت کښې د طالبانو د حکومت والي دغه ولایت ته د ملګرو ملتو د خوړو د نړیوال سازمان د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه

د نیمروز والي ملا نجیب ا... رفیع د خوراک د نړیوال سازمان د لاسرسۍ او ساتنې له صلاحکار الیس ویران سره په کتنه کښې وویل: په افغانستان کښې د خوراکي شیانو نامناسبه وضعه، د ملګرو ملتو لازیاتې مرستې غواړي.

په دغې کتنې کښې ملا نجیب ا... رفیع په دې ادعا سره چې په ټول افغانستان کښې امنیت ټینګ شوی دی، وویل: نړیوال سازمانونه کوې شي چې بې له هیڅ ډول ګواښ او خطره، په سمه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نړیوالو رپورټونو له مخې د افغانستان د کابو ۴۰ میلیون کسیزو نفوسو څخه څه باندې نیمايي خلک له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي.

نړیوال سره صلیب هم ویلي دي: مونږ د نړیوالې ټولنې له بشپړې مرستې پرته په یوازې سره یو داسې ستر کړکیچ نه شو کنټرولولی.

د ویلو ده چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو او هم داشان د امریکې له خوا د دغه هیواد د میلیارډونو ډالرو شتمنیو له نیول کیدو وروسته په افغانستان کښې فقر او لوږه زښته زیاته شوې ده.