نړۍ دې د طالبانو له موقته دولت سره تعامل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118026-نړۍ_دې_د_طالبانو_له_موقته_دولت_سره_تعامل_وکړي
په کابل کې د عالمانو د درې ورځنۍ غونډې په پای کښې ټینګار وشه چې نړۍ دې د طالبانو له موقته دولت سره تعامل وکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2022 00:06 Asia/Kabul
  • نړۍ دې د طالبانو له موقته دولت سره تعامل وکړي

په کابل کې د عالمانو د درې ورځنۍ غونډې په پای کښې ټینګار وشه چې نړۍ دې د طالبانو له موقته دولت سره تعامل وکړي

د افغانستان د عالمانو په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کونکو د نړۍ له هیوادونو، ملګرو ملتو او نورو نړیوالو سازمانونو په تېره بیا  اسلامي هیوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د طالبانو له موقت دولت سره تعامل وکړي او په افغانستان باندې موجود ټول بندیزونه دې ختم کړي او د افغانستان د ولس نیولې پیسې او شتمنۍ دې ازادې کړي.

د فارس خبري اژانس د رپورټ له مخې په کابل کې د دیني عالمانو درې ورځنۍ غونډه تیر ماښام د یو یوولس ماده ایز پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

  د دغه پریکړه لیک مادې په دې ډول دي:

لومړۍ ماده:

اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت او زمونږ د مومن ولس همیشنۍ غوښتنه وه، تجربو ثابته کړې چې اسلامي نظام له ځان سره عدالت، امنیت، عزت او برکت راوړي. اسلامي  نظام زمونږ د جهاد او څه باندې څلورو لسیزو  قربانیانو، هجرتونو، او مشقتونو ستر ارمان او هدف و، دا چې د الله تعالی په ځانګړې فضل په ګران هیواد افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، موږ یې نه یوازې کلک حمایت کوو بلکې مرسته، دفاع او هر اړخیز ملاتړ یې د ټول ولس دیني او ملی و جیبه ګڼو.

دوهمه ماده:

مونږ د افغانستان اسلامي امارت له زغیم امیر المومنین شیخ الحدیث هبته الله اخندزاده (حفظه الله) سره خپل بیعت یو ځل بیا تازه کوو او په کلکه یې ملاتړ کوو. نوموړی مو د افغانستان د شرعي حاکم او اسلامي امارت د امیر په حیث منلی او منو یې. او له الله تعالی څخه  ورته په ټولو دیني او دنیوي چارو کې توفیق غواړو.

دریمه ماده :

څرنګه چې اسلامي امارت د افغان ولس له متن څخه راپورته شوی او هیڅ بهرنی لوری د هغه په اقامه کې دخالت نه لري چې همدا یې د داخلي مشروعیت موثق دلیل دی. دغه راز یې په ټول هیواد  کې سرتاسري امنیت ټینګ کړی. د قدرت جزیرې یې له مینځه وړې دي، افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته متوجې ګواښونه یې ختم خنثی کړي، په حکومتدارۍ کې  یې د فساد، غصب، او اختلاس کلتور ختم کړی او په افغانستان کې کیې یو مرکزي واکمن نظام رامنځته کړی دی د دې نظام تقویه نه یوازې د افغانستان  او سیمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده. بناء د سیمې او نړۍ پر هیوادونو ، په ملګرو ملتو او نورو نړیوالو سازمانونو بالخصوص اسلامي هیوادونو او سازمانونو باندې غږ کوو چې اسلامي امارت د یو مشروع نظام په حیث  په رسمیت وپیژني، مثبت تعامل ورسره وکړي. له افغانستان څخه  ټول  بندیزونه پورته کړي، د افغان ولس کنګل شوې شتمنۍ ازاده او د هیواد په اقتصادي ترقي او بیا رغونه کې زمونږ د ملت ملاتړ وکړي.

څلورمه ماده :

مونږ د اسلامي امارت له لوري د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په اړه د صادر شوې فرمان کلک حمایت کوو.

پینځمه ماده:

مونږ د متقابل  احترام او تعامل اصل ته په پام سره  له ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم  مداخلې له سیاست او د هغوي پر خلاف د افغانستان خاورې د نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له موقف څخه ملاتړ کوو. همدارنګ د بالمثل تعامل په اساس ل ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ څخه مطالبه لرو چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي، او هیچا ته  دې اجازه نه ورکوي چې د دوي له خاورې په استفاده دافغانستان په خلاف فعالیت وکړي.

شپږمه ماده:

د افغانستان اسلامي امارت یو حاکم اسلامي نظام دی، چې په ټول هیواد سلطه لري. په  هیواد کې یې امنیت او عدالت ټینګ کړی دی. د دوې نظام په وړاندې هر ډول مسلحانه مخالف بغاوت او فساد فی  الارض ګڼل کیږي چې دفع کول یې په امارت او ملت واجب دي. همدارنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر نوع مخالفت چې له اسلامي شریعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي فساد او ناروا عمل دی.

اوومه ماده:

پر ملت غږ کوو چې د داعش په نوم فتنه ګر د دې عصر خوارج او باطله ډله ده چې زمونږ په اسلامي هیواد کې فساد خپروي، د دوي سره هر قسم مرسته او تعلق شرعا ناروا عمل دی.

اتمه ماده:

پر هغو علماوو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلکو کې اختلاف او تشویشونه پیدا کیږي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.

نهمه ماده:

په اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت، دیني او عصري تعلیم، صحت، زراعت، صنعت، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د اقلیتونو، ماشومانو، میرمنو او ټول ولس حقوقو په او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي.

لسمه ماده:

موږ د اسلامي امارت په مشرتابه غږ کوو چې خپل موجود وحدت نور هم مستحکم، ملي وحدت لا پیاوړی او ارضي تمامیت وساتي د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بیکارۍ په مخنیوي او د ولسي رفاه په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

یوولسمه ماده:

دا چې اسلامي امارت هیواد ته د بهر ته تللیو شخصیتونو د رابللو پروسه پیل کړې، مونږ یې حمایت کوو. افغانستان د ټولو افغانان ګډ کور دی. هیڅوک باید د پردیتوب احساس ونه کړي. له هیواده بهر شخصیتونو څخه مو غوښتنه دا ده  چې رامنځته شوی وضعیت یو فرصت وبولي، خپل هیواد ته راستانه شي او د پردیو په لمسون د مغرضانه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

 راپور زیاتوي چې  پرون هم د طالبانو مشر په دغه غونډه کې په خپله وینا کې هیواد ته د افغانستان د تاجرانو او پانګه والو د ستنېدو غوښتنه کړې وه.

 د طالبانو مشر چې په لومړي ځل یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل ته سفر کړی و وویل: « د افغانستان د جهاد کامیابي د افغانستان او د نړۍ د مسلمانانو کامیابي ده او دښمن هڅه کي په تبلیغاتو او په حکومت کې فتنه جوړولو او اختلاف اچولو سره د اسلامي امارت د  کمزورۍ سبب شي. مونږ باید له دغه هڅو سره په مقابلې سره د حکومت او ولس او د عالمانو او خلکو تر مینځ اختلاف او واټن له مینځه یوسو.