نړیواله ټولنه  طالبان په رسمیّت نه پيژني
(last modified Fri, 22 Jul 2022 08:11:29 GMT )
Jul 22, 2022 12:41 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه  طالبان په رسمیّت نه پيژني

 په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې سفیر وائي،دم ګړۍ دنړیوالې ټولنې اجماع دا ده څو طالبان په رسمیَت ونه پيژندل شي.

 سره له دې چې  کابو یولس میاشتې کیږي ، طالبانو په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی دی ،خو تردې دمه  هیڅ یوه هیواد طالبان او د دوي حکومت په رسمیّت نه دي پيژندلي. نړیواله ټولنه  له طالبانو څخه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت  جوړیدا او  دډيموکراسۍ سسټماټيک کیدا  غواړي څو دغه ډله  دحکومت په توګه په رسمیّت وپيژندي.

زمونږخبریال راپور راکړ،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې سفیر وانټ برنټ دافغانستان له ولس سره  د نړیوالې ټولنې دمرستو پر دوام په ټينګار سره  ووئيل، دغه مرستې باید دطالبانو په اختیار کې ورنکړل شي.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،وانټ برنټ  چې  د اروپائي پارلیمان په ناستې کې  ئې خبرې کولې،له نړیوالې ټولنې وغوښتل دافغانستان له ولس سره دې د انسان دوستۍ مرستو ته دوام ورکړي.

برنټ ددې خبرې په کولو سره چې  دمګړۍ دنړیوالې ټولنې اجماع پر دې ده څو طالبان په رسمیّت ونه پيژندل شي،ووئيل دا  د افغانستان د اړمند ولس سره  دنړیوالو مرستو د دریدا په معنا نه ده. 

داپه داسې حال کې دي چې افغانستان په یوې وروستۍ میاشتې کې  له مرګونو او ویجاړونکو سیلابونو اوزلزلې سره هم مخامخ  دی چې درندې مرګ ژوبلې او تاوانونه ئې اړولي دي.

 

ټیګونه