طالبانو د سرحدي پوستو د رغولو کار پیل کړی دی
زمونږ خبریال وايي د طالبانو په حکومت کښې امنیتي سرچینو د افغانستان په سرحدي سیمو په تیره بیا له ایران سره په سرحدي سیمو کښې د ټولو پوستو د رغونې خبر ورکړ.
د افغانستان په هرات ولایت کښې د الفاروق د دوه سوه اومې فرقې چارواکو پرون وویل له ایران سره د افغانستان د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار پیل شوی او ټاکل شوي ده دغه اقدام په پراخ ډول ترسره شي چې د هیواد ټولې سرحدي سیمې پکښې شاملیږي.
د افغانستان د طالبانو چارواکو وویل د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار به په لنډ وخت کښې بشپړ شي او له هغه وروسته د طالبانو ځواکونه د سرحدونو د ساتلو لپاره په دغو پوستو کښې دیره کیږي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کښې له ایران سره د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار پیل کړی دی چې په تیرو څو میاشتو کښې د ایران د سرحد ساتونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ د اختلاف رامینځته کیدا د تیت پرک تاوتریخوالو د رامینځته کیدا سبب شوی و.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي څه موده مخکې ویلي وو چې د دغو نښتو رامینځته کیدل سرحدي مسائیلو ته د طالبانو د سرحد ساتونکو د پام نه کولو په دلیل وو.