چین د افغانستان دبریښنا په صنعت کې پانګونه کوي
(last modified Fri, 12 Aug 2022 10:05:30 GMT )
Aug 12, 2022 14:35 Asia/Kabul
  • چین د افغانستان دبریښنا په صنعت کې پانګونه کوي

د چین خارجه وزیر وانګ یی،د تاشکند دناستې په څنډې کې  په افغانستان کې دطالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت له سرپرست  امیر خان متقي سره په کتنې کې  د اقتصادي بیا روغونې  لپاره له دغه هیواد سره د هراړخیزو مرستو خبر ورکړی ؤ

فارس خبری اژانس راپور  ورکړ ، دطالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د افغانستان دبریښنا د بټیو په برخې کې  د چین د پانګونې خبر ورکړ او وې وئیل، د افغانستان په شمال کې په شبرغان  کې د ګیسو د یوه  میدان د  د اکتشاف او پراختیا او دغه راز د درې سوه میګاواټي بټۍ د جوړولو  لپاره د  چین له یوه حکومتي شرکت سره  تفاهم نامه لاسلیک شوې ده .

له دې مخکې د چین خارجه وزیر وانګ یی،د تاشکند دناستې په څنډې کې  په افغانستان کې دطالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت له سرپرست  امیر خان متقي سره په کتنې کې  د اقتصادي بیا روغونې  لپاره له دغه هیواد سره د هراړخیزو مرستو خبر ورکړی ؤ.

د ذبیح ا... مجاهد دغه څرګندونې په داسې شرائطو کې دي چې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د دوواړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخې سره  کابل ته سفر کړی دی .  یوشیایونګ  دطالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په لیدوکاتو کې وئیلي دي،دکابل او بیجینګ  دوه اړخیزو اړیکو په تیر یوه کال کې ډير زیات پرمختګ کړی دی.

د چین دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې،چین په نظر کې لري څو له افغانستانه   د تازه او وچې میوې  په وارداتو سره  ددغه هیواد له اقتصاد سره مرسته وکړي. دطالبانو د خزانې وزارت  هم له دې مخکې وئيلی وو، چې د سرپل ولایت د قوشقری د تیلو د زیرمې څخه د ویستنې  تړون هم یوه چینی شرکت سره  لاسلیک شوی دی.داپه داسې شرائطو کې دي چې په افغانستان کې د چین د سفارت مسئولانو هم وئیلي وو،په کابل کې ددغه هیواد په سفارت کې د افغانانو لپاره د وزیرو د صادرولو بهیر پیل شوی  دی.

 

ټیګونه