طالبانو په کابل کښې د ښځو په لاریون هوايي ډزې وکړې
یادې معترضې ښځې چې شمېر یې لسګونو تنو رسېده پرون شنبه د کابل ښار واټونو ته راوتلي وې.
هغوی د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو پر دوام انتقاد کاوه.
دوی وايي، چې امنیتي ځواکونو د لاریون مخه ونیوله او په هوايي ډزو سره یې هغوی پرې نښودې چې خپل لاریون ته ادامه ورکړي.
که څه هم یو شمېر مېرمني وايي چې طالبانو د هغوی د لاریون د مخنیوي لپاره هوايي ډزې کړي، خو طالب چارواکي وايي چې په دې اړه څېړنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم افغان مېرمنو د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره په کابل ښار کې لاریونونه کړي او د نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصولو او ښځو ته یې په ټولنه او سیاسي مشارکت کې د ګډون ورکولو غوښتنه کړې ده.
خو طالبانو تراوسه یواځې دومره ویلي چې مېرمنو ته د شریعت په چوکاټ کې د حقوقو ورکولو ته ژمن دي.