د طالبانو او د ملګروملتونو چارواکو خبرې وکړې
شفقنا خبري اژانس وايي په کابل کښې د ملګروملتونو د استازندویه دفتر یوناما نوي مشرې رزا اوټونبایوا او د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي له یوبل سره کتنه کښې موافقه وکړه چې د افغانستان د خلکو په خاطر د نړیوالې ټولنې او د افغانستان اړیکې پراخې شي.
دوې په دغه کتنې کښې د انجلیو په شمول د ټولو لپاره د زده کړې، د بانکي نظام او د باور جوړونې په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تیرې جمعې ورځ په خپلو څرګندونو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په افغانستان کښې د انجلیو زده کړه حتمي ده وویل د یوشمیر ملاحظاتو په ختمیدا سره له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا موضوع به زر حل شي.
له دې مخکې د طالبانو چارواکو نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړي وه چې په افغانستان کښې د نوي تحصیلي کال(د مارچ د میاشتې له لومړۍ نیټې ) په پیلیدا سره به د انجلیو ښوونځي بیرته پرانیستل شي.
طالبانو تراوسه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړي او په داخل او خارج کښې ورباندې اعتراضونه هم زیات شوي دي.
افغانستان همدا اوس د امریکا د عسکرو د شل کلن نیواک په وجه له انساني او اقتصادي کړکیچ او جنګ سره مخامخ دی.