طالبانو په افغانستان کښې د ترهګرو شتون رد کړ
طلوع نیوز ټیلي ویژن راپور ورکړی د طالبانو حکومت یوځل بیا په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا ناسمه وبلله.
د پاکستان او د هندوستان چارواکو په تیرو څو اوونیو کښې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره په دغه هیواد کښې له فعالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د حکومت د چلند غوښتنه کړي ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي یوځل بیا په افغانستان کښې د ویره اچونکو ډلو په شتون باندې د هیوادونو د اندیښنې په ردولو سره وویل داسې هیڅ نښې نښانې نشته چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو لپاره کوم ګواښ ووسي.
بلال کریمي وویل د لشکر طیبه او د جیش محمد په شان د ډلو د شتون په هکله اندیښنه د دغو هیوادونو د ناسمو اطلاعاتو له کبله ده او افغانستان د هیڅ هیواد ګټو ته ګواښ نه کوي.
له دې مخکې څو هیوادونو له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د شتون په هکله جدي اقدام وکړي.