طالبانو د میرمنو لپاره نوي محدودیتونه وضع کړل
د طالبانو حکومت له پارکونو او سیل ځایونو وروسته ،له پرون راهسط په سټيډیمونو او عمومی حمامونو کې د میرمنو شتون هم منع کړ.
طالبان په افغانستان کې واک ته له رسیدا وخت راهسې د نړیوال رواوالي دترلاسه کولو هڅه کوي او نړیواله ټولنه ددغې غوښتې پوره کیدا دم یرمنو دحقوقو درعایتولو په څير له شرطونو سره تړلي دي،خو طالبان چې له شپږم صنفه پورته د انجونو دزړه کړې د حق منلو ته حاضر نه دي،وخت په وخت هم دمیرمنو په ضد نوی ممنوعیّت او محدودیّتونه اعلانوي.
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانو حکومت له پارکونو او سیل ځایونو وروسته ،له پرون راهسط په سټيډیمونو او عمومی حمامونو کې د میرمنو شتون هم منع کړ.
د امبر بالمعروف او نهی از منکر د وزارت ویندوي عاکف صادق مهاجر ددغو فیصلو په توجیه کې ووظیل ، سپورټي کمپلیکسونه د میرمنو لپاره بند دي ،ځکه دهغو روزونکي مربیّان سړي دي اوله هغو ځيني سټيټدیمونو سره مشترک دي .هغه سنتي عمومي حمامونه،چې تل د حنسیّت په اساس جدا وو، هم ممنوع دي . دمګړۍ هر یو کور حمام لري، پر دې اساس، دمیرمنو لپاره به کوم مشکل نه وي.
د وئيلو ده افغان میرمنو،واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته ،خپل کارروزګار له لاسه ورکړی او له ډيرو مشکلاتو او ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي.