په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د جوړیدا په تمه یوو
د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر داسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون دتاسیس په باب کوټلي خبرې وکړې.
صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړ، د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل، مولوي امیر خان متقي بیګا د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي طارق بخیت سره خبرې اترې وکړې.
بلخي د ۲۰۲۴کال لپاره د اسلامی هیوادونود کلتوري پلازمینې په توګه دکابل ټاکنه او په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر درسمي پرانیستل ددغو لیدوکاتو اصلی چورلیزونه وبلل.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا په افغانستان کې د اسلامی نړیوال پوهنتون تاسیس هم په دغو خبرواترو کې مطرح یو بل مورد ؤ.
بخیت هم په دغې کتنې کې ووئیل،په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر له پرانیستې وروستهبه دافغانستن ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو وړاندې کول هم پیل شي.