ایران له سلګونو افغان کورنیو سره مرسته وکړه
په کابل کې په سلګونو بې وزلې کورنۍ د ایران ولسې مرستې تر لاسه کړې.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، نن په کابل کې له زرو زیات بې وزلې او د یتیمانو کورنۍ د ډبرو سکرو او سونګو په شمول د ایران ولسې مرستې تر لاسه کړې څو په ساړه موسم کې خپل کورونه ګرم کړای شي.
یادې ولسې مرستې د ایران د سفارت او د امام خیمیني ره د مرستندویې کمیټې په ملاتړ په کابل کې د خلګو تر مینځ وویشل شوې.
یادې کورنۍ زمونږ خبریال سره په مرکه کې د کابل سخت ژمې ته په اشارې سره، د ایران د ولسي مرستو قدرونه کړې ده.
په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي حالاتو د امله خلګ په ژمې موسم کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي او د سونګو توکو د رانیولو وړتیا نه لري.
په افغانستان کې د امریکې د شل کلن نیواک په موده کې، د سونګو او انرژیو په زمینه کې هیڅ یو اساسي اقدام نه دی شوی.