ایران له سلګونو افغان کورنیو سره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123972-ایران_له_سلګونو_افغان_کورنیو_سره_مرسته_وکړه
په کابل کې په سلګونو بې وزلې کورنۍ د ایران ولسې مرستې تر لاسه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 03:02 Asia/Kabul
  • ایران له سلګونو افغان کورنیو سره مرسته وکړه

په کابل کې په سلګونو بې وزلې کورنۍ د ایران ولسې مرستې تر لاسه کړې.

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، نن په کابل کې له زرو زیات بې وزلې او د یتیمانو کورنۍ د ډبرو سکرو او سونګو په شمول د ایران ولسې مرستې تر لاسه کړې څو په ساړه موسم کې خپل کورونه ګرم کړای شي.

یادې ولسې مرستې د ایران د سفارت او د امام خیمیني ره د مرستندویې کمیټې په ملاتړ په کابل کې د خلګو تر مینځ وویشل شوې.

یادې کورنۍ زمونږ خبریال سره په مرکه کې د کابل سخت ژمې ته په اشارې سره، د ایران د ولسي مرستو قدرونه کړې ده.

په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي حالاتو د امله خلګ په ژمې موسم کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي او د سونګو توکو د رانیولو وړتیا نه لري.

په افغانستان کې د امریکې د شل کلن نیواک په موده کې، د سونګو او انرژیو په زمینه کې هیڅ یو اساسي اقدام نه دی شوی.