دایکندي ولایت کښې د وروستیو وژلو په هکله بیلابیل روایتونه
د افغانستان په دایکندي ولایت کښې په وروستیو وژلو باندې اصلي تورن، په دغې پيښې کښې هر ډول لاس لرل رد کړي دي
د تیرې پنجشبې یا زیارت په ورځ د دایکندي ولایت په نیلي ښار کښې په دوو کورونو باندې په حمله کښې د څو ماشومانو په شمول د دغو دوو کورنیو نهه غړي ووژل شول خو تراوسه معلومه نه ده چې د دغې وژلې ذمه وار څوک دي. ځینې سرچینې جنرال صداقت پشتروق د دې پيښې اصلي مسئول بولي.
خو آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې صداقت پشتروق چې د طالبانو په حکومت کښې هیڅ مسئولیت نه لري، د دایکندي په پيښه کښې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.
جنرال صداقت دې ته په اشارې سره چې د نښتې په وخت له سره په نیلي ولسوالۍ کښې موجود نه و، په سیوک کلي کښې د ناظرا او میري قومونو ترمینځ د ځمکې په سره ۴۵ کلن اختلافات د دغې پیښې اصلي لامل وباله او زیاته یې کړه چې ځیني کسان په سیاسي اهدافو سره له دې پيښې د ګټه پورته کولو نیت لري.
له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په دایکندي کښې د دغې نښتې په غبرګون کښې ویلي وو چې په دغې نښتې کښې د یو طالب ځواک په شمول نهه وسله وال مخالفین وژل شوي او د دوو طالبانو په شمول شپږ کسان زخمي شوي دي.