Dec 24, 2022 11:29 Asia/Kabul

په کونړولایت کې ځایي چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه تنه داعش وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شویدی

زمونږخبریال له ننګرهار دافغانستان دکونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نجیب ا....حنیف وایي ځانګړو امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت مرکز اړوند یارګل سیمه کې پر یوۀ کور عملیات کړي چې په کې دوه داعشي ترهه هلاک شوي  او یو بل ژوندی نیول شوی. دی. مولوي نجیب ا... حنیف وویل یاد کسان چې له څه وخت راهیسې په دې استوګنځي کی اوسیدل، له ننګرهار ه  ورغلي وو، خود امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و او هغه مهال چې له یاد کوره یې یوه میرمن او دوه کوچنیان وژغورل ،پر کور ئې عملیات ترسره کړل . نوموړي ویلي یاده میرمن او کوچنیان یې ننګرهارکې خپلو خپلوانو ته وسپارل. په عملیاتوکې دوژل شویو کسانو استوګنځی هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی خو د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. په کونړولایت کې د داعش وسله والو او پاکستاني طالبانو دشتون او فعالیت پرله پسې راپورونه ورکول کیږي چې کله ناکله یې په یاد ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې هم رامنځته کیږي 

په دې اړه یو راپور هم لرو چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.

 

 

ټیګونه