ایران د کابل چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126092-ایران_د_کابل_چاودنه_وغندله
 په افغانستان کې د ایران سفارت نن د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته ترهه ګره پیښه وغندله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 14:54 Asia/Kabul
  • ایران د کابل چاودنه وغندله

 په افغانستان کې د ایران سفارت نن د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته ترهه ګره پیښه وغندله

 زموږ د خبریال د راپور له مخې  په افغانستان کې د ایران سفارت نن د دغه هیواد د خارجه وزارت د ودانۍ مخې ته ترهه ګره پیښه وغندله.

 په افغانستان کې د ایران سفارت په یو ټویټ کې ولیکل: « د اسلامي ایران سفارت نن ماسپښین  د افغانستان د خارجه وزارت مخې ته  ترهه ګره چاودنه چې پکې د دغه وزارت یو شمیر کارکوونکي او بېګناه کسان مړه او ژوبل شول غندي او د  قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

له دې مخکې  د افغانستان سفارت ویلې وو چې د خارجه وزارت د دروازې مخکې ته  نن مازیګر څلور بجې  چاودنه وشوه.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وویل چې په دې چاودنه کې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوې دي.  وروستي راپورونه وایي چې  په دغه چاونه کې  کابو پنځوس کسان مړه او ژوبل شوې دي.