په «جنین» کښې د صهیونیسټانو جنایتونو ته د طالبانو د حکومت غبرګون
په جنین کیمپ باندې د اسرائیلي ځواکونو د تیرې پنجشنبې په حمله کښې د یوې بوډۍ ښځې په شمول ۹ فلسطینیان شهیدان شول او ۲۰ تنه نور زخمي شوي وو
د طالبانو حکومت د اردن سیند د لویدیځې غاړې په جنین ښار باندې د اسرائیلي ځواکونو د حملې په غندلو سره د فلسطینیانو د حقوقو د ترلاسه کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په جنین کیمپ باندې د اسرائیلي ځواکونو د تیرې پنجشنبې په حمله کښې د یوې بوډۍ ښځې په شمول ۹ فلسطینیان شهیدان شول او ۲۰ تنه نور زخمي شوي وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې په جنین کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره له نړیوالې ټولنې په تیره بیا له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو د انساني او اسلامي حقوقو د خوندیتوب لپاره دې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د بشري ضده جنایتونو خلاف خپل غږ پورته کړي او عملاً دې لاس په کار شي.
په دغې خبرپاڼې کښې د فلسطین د خلکو له مقدس آرمان څخه په تیره بیا په بیت المقدس کښې د خپلواکه فلسطیني حکومت له جوړیدو د افغانستان د خلکو او د طالبانو د حکومت په ملاتړ باندې ټینګار شوی دی.