طالبانو افغانستان کې ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس کړې
Feb 21, 2023 11:12 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان ۱۲ ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې یې تازه ۲۷ نورې ولسوالۍ تاسیس کړي.
طالبانو افغانستان کې ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس کړې
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان ۱۲ ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې یې تازه ۲۷ نورې ولسوالۍ تاسیس کړي.
د دوی حکومتي اژانس باختر د کورنیو چارو وزارت مکتوب پر اساس لیکلي چې دغه ولسوالۍ د هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي.
په مکتوب کې د طالبانو ریاست الوزرا اداري کمېسیون د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، ترڅو د دغو ولسوالیو څلورخواوې معلومې او مرکزونه يې د سیمې اوسېدونکو په مشوره وټاکي.
ټیګونه