په مشروط ډول د تورخم دروازې پرانيستل کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128514-په_مشروط_ډول_د_تورخم_دروازې_پرانيستل_کېدل
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې اعلاميه وایي چې د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه.
(last modified 2023-02-24T21:51:19+00:00 )
Feb 25, 2023 02:18 Asia/Kabul
  • په مشروط ډول د تورخم دروازې پرانيستل کېدل

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې اعلاميه وایي چې د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه.

د کلید له راپور سره سم، په اعلاميه کې راغلي، ياده دروازه د دواړه لوريو ترمنځ له مذاکراتو وروسته يوازې افغانستان ته د راتلونکو افغان مسافرو او دغه راز له افغانستانه پاکستان ته د اوښتونکو پاکستاني مسافر لپاره پرانيستل شوې.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د تورخم دروازه په بشپړ ډول د ټولو مسافرو او ټرانزېټ پر مخ خلاصه کړي.

که څه هم تېره ورځ ياده دروازه د اسلامي امارت له لوري پرانيستل شوه خو د پاکستان له لوري بېرته وتړل شوه.

د دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه مسافر بند پاتې دي او سوداګريزه برخه کې د ميليونونه افغانيو د زيان اوښتو خبر ورکړل شوی دی.