په تهران کې د افغانستان سفارت پاسپورټونه نه صادروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128610-په_تهران_کې_د_افغانستان_سفارت_پاسپورټونه_نه_صادروي
په افغانستان کې د پاسپورټ د ادارې د چارواکو د اعلان په اساس، د پاسپورټونو د ویشلو بهیر دتخینکي  مشکلاتو په دلیل  درول شوی دی.
(last modified 2023-02-26T06:08:52+00:00 )
Feb 26, 2023 10:34 Asia/Kabul
  • په تهران کې د افغانستان سفارت پاسپورټونه نه صادروي

په افغانستان کې د پاسپورټ د ادارې د چارواکو د اعلان په اساس، د پاسپورټونو د ویشلو بهیر دتخینکي  مشکلاتو په دلیل  درول شوی دی.

په ایران کې د افغانستان سفارت په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د صادرول ګونګوسه او پروپیګنډه بللې او له مهاجرینوڅخه ئې غوښتي د پاسپورټونو د صادرولو لپاره د نامو د ثبتولو په اړه دې دغې نمایندګۍ ته مراجعه نه کوي.

له دې مخکې د افغانستان د اوسني حکومت د پاسپورټونو د ادارې مشر عبدالکریم حسیب  هم وئيلي وو،د افغان ښاریزو لپاره د پاسپورټونو د ویشلو په برخې کې نوي  آ سانتیاوې  رامینځةشوي دي  او په درست افغانستان کې  د پاسپورټونو د ویشلو بهیر له راتلونکي اونۍ بیرته پیلیږي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،په ایران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په صادرولو سره په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د صادرول په آوازې بللو سره  پر مهاجرینو غږ کړی، د پاسپورټ دترلاسه کولو لپاره دې د نامو دثبتولو لپاره  دلته مراجعه نه کوي.

په افغانستان کې د پاسپورټ د ادارې د چارواکو د اعلان په اساس، د پاسپورټونو د ویشلو بهیر دتخینکي  مشکلاتو په دلیل  درول شوی دی.