پخواني حکومتی چارواکي دې بیرته افغانستان ته وګرځي
په مختلفو ډګرونو کې د هیواد د پرمختګ لپاره ټول باید هڅه وکړي او حکومت د درستو پرګنو او ډلو ټپلو دملګرتیا هرکلی کوي.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو وزیردغه هیواد ته د پخوانیو افغان چارواکو د بیرته ستنیدا غوښته وکړه.
په ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو بیرته مسلط کیدا وروسته ،ددغه هیواد ډیری چارواکي او شخصیّتونه ،د طالبانو له خوا د نیول کیدا او یا محاکمه کیدا له ویرې له هیواده ووتل.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ،د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د کابل په پولي ټيکنیک پوهنتون کې د خصوصي پوهنتونونو د استاذانو لپاره په دینی علمی سمینار کې هغو کسانو ته په خطاب کې چې چې بهر تللی دي ،ووئيل، خپل وطن ته بیرته راوګرځئ او د افغانانو ترڅنګ په ویاړ سره ژوند وکړي.
هغه زیاته کړه ، په اوسني نظام کې هیڅ ډول دیکتاتوري نشته او ټول خپل حق بیرته غوښتلی شي. د مخابیراتو او ټيکنالوجۍ د چارو وزیر نجیب ا... حقاني هم په دغه سمینار کې ووئيل،په مختلفو ډګرونو کې د هیواد د پرمختګ لپاره ټول باید هڅه وکړي او حکومت د درستو پرګنو او ډلو ټپلو دملګرتیا هرکلی کوي.