دافغانستان په شمال کې د داعش پټنځایونه تباه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129690-دافغانستان_په_شمال_کې_د_داعش_پټنځایونه_تباه_شوي_دي
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، چې دغه جګړې د مزار شريف ښار په پینځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې شوي دي.
(last modified 2023-03-18T04:37:04+00:00 )
Mar 18, 2023 08:57 Asia/Kabul
  • دافغانستان په شمال کې د داعش پټنځایونه تباه شوي دي

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، چې دغه جګړې د مزار شريف ښار په پینځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې شوي دي.

‏د افغانستان په شمال کې د داعش د شتون د زياتوالي له راپورونو سره هم مهاله، د طالبانو چارواکو د دغې ډلې پر ضد په مزار شريف کې د دريو عملياتو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، چې دغه جګړې د مزار شريف ښار په پینځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې شوي دي.

هغه له نورو جزيياتو پرته د ګڼو داعشیانو د وژلو ادعا کړې او د يوه طالب د ټپي کیدو خبر ېې ورکړی.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې په درې واړو جګړو کې داعش ډلې د طالبانو د ډلې پر وړاندې په ساعتونو جګړه کړې او دواړو لوريو ته تلفات اوښتي دي.

طالبان، معمولا د خپلو جنګیالیو د مرګ ژوبلې د ارقامو په پټولو تورنیږي.

 په شاوخوا تېرو دوه اونيو کې داعش ډلې د بلخ ولايت مقام کې د طالبانو پر والي ملا داود مزمل د ځانمرګي برید او په تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی.