دطالبانو مشر د سوداګرو لپاره د اسانتیاود برابرولوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129694-دطالبانو_مشر_د_سوداګرو_لپاره_د_اسانتیاود_برابرولوغوښتنه_وکړه
په دې کتنه کې ملا اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.
(last modified 2023-03-18T05:05:14+00:00 )
Mar 18, 2023 09:33 Asia/Kabul
  • دطالبانو مشر د سوداګرو لپاره د اسانتیاود برابرولوغوښتنه وکړه

په دې کتنه کې ملا اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.

 

د طالبانو مشر ملا هبت ا... اخندزاده د افغانستان د ګمرک له مسئولینو سره په کتنه کې د هېواد د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو د ټینګار ترڅنګ له ګمرکونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

دافغان غږ خبری آژانس له راپور سره سم  د طالبانود مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هیواد د ګمرکونو له مسئولینو سره د د ملا هبت ا...اخندزاده د لیدنې خبر ورکړی.

په دې کتنه کې ملا اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانود مالیې وزارت ویلی دی چې د مالي کال له پیله تر اوسه سل میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.