د افغانستان او د قطر چارو له یوبل سره کتنه کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د سري مياشتي سرپرست د قطر د الخيريه بنسټ له چارواکو سره کتلي دي.
د افغاني سري مياشتي سرپرست عمومي رئيس مولوي مطيع الحق خالص د قطر فنډ د پرمختيايې پروژو مسؤل سلطان بن احمد العسيري سره په پلازمينه دوحه کي د افغانستان پر بشري کمکونو او ځيني نورو موضوعاتو خبري اتري کړي دي .
په یاده ناسته کي مولوي مطيع الحق خالص وويل چي افغانستان په څو لسيزو جګړو کي له هري خوا ځپلی شوی او ډيړو مرستو ته اړتيا لري .
ښاغلي وويل چي د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو د ثبت شميره په جګيدو ده او افغاني سره مياشت يې په يوازي توګه نشي تداوي کولای.
نوموړي د بشر پال بنسټونو څخه وغوښتل چي د افغاني سري مياشتي سره دي د سوري زړه په مرض اخته ماشومانو د تداوي په برخه کي کمک وکړي.
سلطان بن احمد العسيري د افغاني سري مياشتي سره په يادو برخو کي د کمکونو اطمينان ورکړ.
تردې وړاندې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت سرپرستې د افغاني سري مياشتي سرپرست عمومي رئيس ښاغلي خالص سره لیدنه ترسره کړې وه.