د بولدک او چمن ترمینځ د اورګاډي پټلۍ جوړیږي
Mar 19, 2023 04:08 Asia/Kabul
د تاند خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو حاکم ملا بخت الرحمن شرافت د کندهار د اوسپني پټلۍ د آمریت څخه د لیدني پر مهال دا خبره کړې ده.
ملا شرافت وویل، چې د دغو چارو د پیل په اړه یې لومړني کارونه مخته وړي او تمه لري، چې عملي چارې به راتلونکي کال کې پيل شي.
د طالبانو چارواکو د داسې نورو زیاتو پروژو د پيل ژمنې هم کړي، چې ځینې یې عملي شوې دي او ځينې یې خلکو غولونکي ګڼلي دي.
ټیګونه