د افغانستان وروستي بدلونونه او ا یران ،چین،روسیې او د پاکستان څلور اړخیزې ناستې اعلامیه
(last modified Thu, 13 Apr 2023 12:46:45 GMT )
Apr 13, 2023 17:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان وروستي بدلونونه او ا یران ،چین،روسیې او د  پاکستان څلور اړخیزې ناستې اعلامیه

په سمرقند کې په څلور اړخیزې غونډې کې چین ایران ،روسیې او پاکستان په زغرده ووئيل، امریکا د افغانستان د اوسني حالت مسووله ده او په افغانستان کې دې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.

د ایران روسیې،  چین خارجه وزیر او د پاکستان په بهرنیو چارو کې سلاکارې وزیرې په سمرقند کې د افغانستان په اړه په دوهمې څلور اړخیزې غونډې کې امریکا د افغانستان د اوسني حالت مسووله بللې او په دغه هیواد کې یې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

له سمرقنده د تهران ریډیو د خبریال د راپور له مخې نن د وري په څلورویشتمه په سمرقند کې د ایران پاکستان، روسیې او چین د خارجه وزیرانو  دوهمه غونډه ، د امیر عبداللهیان، سرګئ لاوروف،  چین ګانګ او حنا رباني په شتون سره ترسره شوه.

د غونډې په پای کې یوه بیانیه خپره شوه.

په بیانیې کې راغلې دي: د ۲۰۲۳ کال د اپریل په دولسمه د ایران چین پاکستان او روسیې خارجه وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

وزیرانو یو ځل بیا د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ، او واکمنۍ ته په درناوي،  او د هیواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو لپاره « د افغان په مشرۍ د افغان مالکیت» له اصله په ملاتړ او د دغه هیواد په پراختیا ټینګار وکړ. حاضرو کسانو وویل چې د نړیوالې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې په سولې او ثبات سره ګټې لري، هغه هیواد چې باید د نړیوالې ملګرتیا لپاره یو ځای وي نه د جیوپولیټک سیالیو لپاره.

  په دغه غونډه کې حاضرو وزیرانو په افغانستان له ترهه ګرۍ سره اړوندو امنیتي مسایلو باندې خپله ژوره اندیښنه وښودله او وې ویل چې ټولې  ترهه ګرې ډلې منجمله داعش، القاعده ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ، د پاکستان تحریک طالبان، د بلوچستان ازادي غواړی غورځنګ، جیش العدل وغیره، چې په افغانستان کې ځای پر ځای دي، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دي.

 په بیانیه کې همداراز راغلي چې، حاضرو وزیرانو د خراسان له داعش سره د مقابلې لپاره د افغانستان موقته دولت هڅو ته  پام وکړ او ترې یې وغوښتل چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې، او د هرې ترهه ګرې ډلې لخوا د افغانستان له خاورې د استفادې مخنیوي په خاطر د ترهه ګرو ډلو د ختمولو لپاره د خپلو ژمنو او وعدو د ثابتولو په غرض د پام  وړ او جوت اقدامات وکړي.

 په دغه غونډه کې ګډونکوونکو وزیرانو همداراز وویل چې د  افغانستان مقامات باید د بهرنیو ښاریزو د امنیت، او د بهرنیو ادارو د مشروعو حقوقو لپاره  موثر اقدامات وکړي.

په بیانیه کې همداراز راغلې دي: هر کس چې په بهرنیو ښاریزو او ادارو د هر ډول حملې او ګواښ ذمه واري وي باید ځواب ورکړي.

 په دې غونډې کې ګډونکوونکو مقاماتو جوته کړه چې د امریکا متحده ایالات او انډیوالان یې باید د افغانستان د اوسني سخت حالت مسوولیت په غاړه واخلي باید د افغانستان په خلاف یو اړخیز بندیزونه سملاسي پورته کړي او د دغه هیواد شتمنۍ د افغانستان د خلکو په ګټه ستنې کړې.

موجودو مقاماتو همداراز د افغانستان په داخل او خواوشا کې د پوځي اډو د بیا جوړولو لپاره  له دغو هیوادونو سره مخالفت وکړ، هغه چاره چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګټه وره نه ده.

 شرکت کوونکو وزیرانو د افغانستان له مقاماتو وغوښتل چط د ټولو قامونو او سیاسي ارګانونو  په عملي مشارکت سره یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او د ښځو او قومي لږیکو په خلاف  محدودوونکي اقدامات ختم کړي.

 په بیانیه کې  افغانستان د دوستانه او د ملګرتیا په اساس د بهرني سیاست ساتلو، د نړیوالو قوانینو خیال ساتلو، او د نړۍ له ټولو هیوادونو او ګاونډیانو سره په غږملتیا کې د ګډ ژوند سیاست ته  هڅول شوی دی.

 په دغه غونډه کې حاضرو مقاماتو ټینګار وکړ چې د افغانستان او ګاونډیانو تر مینځ یې د سوله ایز، باثباته او امنه پولو شتون  حیاتي او د ټولو لورو په ګټه دی، افغانستان باید  له پولو بهر په غیر قانوني فعالیتونو څارنه او ترې مخنیوی وکړي،  له پولو بهر مسایل منجمله  د اوبو مساله باید له ګاونډیانوسره د خبرو اترو، مشورې او سمې لارې حل شي.

ګډونکوونکو وزیرانو  د افغانستان په مسلو کې د سیاسي حل لارې د اسانتیا لپاره د ټولو دپلماتیکو هڅو ملاتړ وکړ او  په عملي توګه یې ملګرو ملتو ، د شانګهای تنظیم، او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې د مثب رول  او د مسکو د فارمیټ د سلا مشورو ملاتړ وکړ.

 وزیرانو په افغانستان کې د سولې او بیا رغاونې د ملاتړ د دوام ، د اقتصادي  او تجارتي راکړو ورکړ، او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او سیمه ایزو هیوادونو په ملګرتیا د پانګه ونې د ملاتړ د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

 حاضرو مقاماتو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د بشري مرستو ورکولو ته دوام ورکړي او له دغه هیواد سره مرسته وکړي چې د پایدارې پراختیا خپل ظرفیت پیاوړی کړي.

ګډونکوونکو وزیرانو  د سیمې د هیوادونو  په تیره بیا ایران او پاکستان له خوا د افغانستان له میلیوننو خلکو د مېلمستیا او مهاجر منلو په وجه قدرونه کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له دغه هیوادونو سره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.

د ایران روسیې، چین او پاکستان مقاماتو همداراز فیصله وکړه چې په افغانستان کې په مختلفو سویو کې غږملتیا پیاوړې کړي.

 

 

د خبر پای/.

 

ټیګونه