د چین شرکت په افغانستان کې  د لیتّیموله ویستلوسره لېوالتیا لري
(last modified Sat, 15 Apr 2023 00:22:24 GMT )
Apr 15, 2023 04:52 Asia/Kabul
  • د چین شرکت په افغانستان کې  د لیتّیموله ویستلوسره لېوالتیا لري

د چین د ګوچین شرکت یو استازی تېره اونۍ کابل ته تللی و او د پنجشنبې په ورځ یې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره هم وکتل.

 د افغانستان خبری سرچینو راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ګوچین په نوم د چین یو شرکت د افغانستان د لیتیم د کانونو په استخراج کې لېوالتیا لري.

د چین د ګوچین شرکت یو استازی تېره اونۍ کابل ته تللی و او د پنجشنبې په ورځ یې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره هم وکتل.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلامیې له مخې د ګوچین په نوم چینائي شرکت وړاندیز کړی دی که چېرته د لیتّیم د کانونو د سپړلو تړون ورسره لاسلیک شي،نو په اوو میاشتو کې به د سالنګ تونل  ورغوي، او پر دغه لار به یو بل تونل هم جوړ کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه چینايي شرکت یوه استازي ټینګار کړی چې د لیتّیم د کانونو د سپړلو پروسس به 'سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره شي  او د پروسس لپاره به یې د برښنا یو بند جوړ کړي او هم به د نورستان او کونړ ترمینځ لار د لغمان تر ولایت پورې په اساسي ډول ودانه کړي.

د کانونو په برخه کې په چک جمهوریت کې په لوړو زده کړو بوخت زابلوال کاکړ ، وایي چې ورځ په ورځ په نړۍ کې د نورو شیانو ترڅنګ د برښنایي موټرو د بېټرۍ لپاره د لیتّیم کارونه په زیاتېدو ده.

کاکړ وویل:  په اروپا کې تر ۲۰۳۰م کال پورې داسې وایي چې د تېلو موټر به نور نه تولیدېږي یوازې به د بېټرۍ موټر وي، په دې خاطر د لیتّیمو اړتیا ورځ په ورځ ډېرېږي ،لیتیّم داسې ماده ده چې په افغانستان کې ئې ډیری کانونه لاس نه خوړلي خوندي پاتې دي

 

ټیګونه