افغانستان منځنۍ آسیا ته یو شمېر کرهڼیز ماشینونه صادر کړل
Apr 28, 2023 00:57 Asia/Kabul
د جاوید افغان په نوم د کرنیزو توکیو د تولید دغه شرکت مخکې هم ګڼو هېوادونو ته تراکتورنه صادر کړي وو.
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د کرنیزو وسایلو د جوړولو د يوه شرکت مشر تور ملنګ وويل چې تر اوسه يې د تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ۶۷ تراکتورونه صادر کړي دي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، هغه وایي پلان لري، چې په دغه هېواد کې د تولید شویو کرنیزو ماشینونو صادرات زیات کړي.
ملنګ د طالبانو له حکومته څخه وغوښتل چې د صادراتو د حجم د زیاتوالي لپاره د کورنیو تولیداتو د پراختیا ملاتړ وکړي.
د جاوید افغان په نوم د کرنیزو توکیو د تولید دغه شرکت مخکې هم ګڼو هېوادونو ته تراکتورنه صادر کړي وو.
ټیګونه