پاکستان او افغانستان تجارتي ټیرفونو سره کموي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132496-پاکستان_او_افغانستان_تجارتي_ټیرفونو_سره_کموي
 د پاکستان  د تجارتي چارو وزیر  په دغې ناستې کې  د دوو اړخیز تجارت لپاره د سم چاپیریال د تضمین  او دتنګڅو د کمولو په موخو سره  دتجارتي روَیو  د آسانولو پر  اړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 07, 2023 09:16 Asia/Kabul
  •  پاکستان او  افغانستان تجارتي ټیرفونو سره کموي

 د پاکستان  د تجارتي چارو وزیر  په دغې ناستې کې  د دوو اړخیز تجارت لپاره د سم چاپیریال د تضمین  او دتنګڅو د کمولو په موخو سره  دتجارتي روَیو  د آسانولو پر  اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان او افغانستان د تجارتی وزارتونو لوړپوړي مسئولانو په اسلام اباد کې په ګډو پولو کې د ګمرکي چارو د آسانتیاؤ او د ټيرفونود کمولو په موخې سره ددواړو هیوادونو د ګډې تجارتي کمیټې غونډه جوړه شوې ده.

په دغې ناستې کې چې د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزیر نورالدین عزیزي  او د پاکستان د تجارتی چارو وزیر سید نوید قمر په شتون سره ترسره شوه ، دواړو لورو د ګمرکي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ، دسرحدي مدیریّت ،تجارت ،د ټيرفونو دکمیدا او له صنعت سره اړونده مسئلو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه.

 د پاکستان  د تجارتي چارو وزیر  په دغې ناستې کې  د دوو اړخیز تجارت لپاره د سم چاپیریال د تضمین  او دتنګڅو د کمولو په موخو سره  دتجارتي روَیو  د آسانولو پر  اړتیا ټینګار وکړ.

ایرناخبری آژانس  له اسلام اباده راپور ورکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی په  داسې حال کې تللی  چې تر میاشتو میاشتو بورې ددواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د بې باورئ فضا ډيره خوره شوې او په دوو اړخیزو اړیکو کې هم ډیر تاؤتریخوالی راغلی او اوس په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو شتون  د دوی داړیکو په ترینګلتیاؤ کې نسبي کمښت ښئ .