افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه شته
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه شته.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، امیرخان متقي دا خبره پرون په اسلام آباد کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
نوموړي وويل: "دا ټولې پروپاګاندې دي دا ټول د بدنامۍ هڅې دي. په افغانستان کې نه ترهګرې ډلې شته، نه هلته فعالیت کولای شي. نه موږ د فعالیت اجازه ورکوو."
متقي داسې وخت دا ادعا کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څه وخت مخکې ویلي وو، په افغانستان کې داعش، ټيټيپي یا تحریک طالبان پاکستان، چین ته ګواښ پېښوونکې ډلې او نړۍ ته خطر جوړوونکې ډلې شته، چې طالبان یې په مهارولو کې ناتوانه دي.
متقي چې د اسلام آباد د ستراتېژيکو څېړنو په انسټېټوټ کې وینا کوله وویل، د دوی حکومت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر ضد کار واخلي.
متقي اسلام آباد ته څلور ورځنی سفر پرون پای ته ورساوه او د راپورونو له مخې بېرته کابل ته ستون شوی دی.