له ګاونډیانو هیوادونوسره په شخړو پسې نه یوو
د افغانستان د طالبانو حکومت دفاع وزارت وائي، دغه حکومت له ګاونډیو هیوادونو سره هیڅکله هم په شخړې پسې نه دي.
داپه داسې حال کې دي چې طالب ځواکونو پرون د افغانستان له خاورې د نړیوالو قوانینو له رعایتولو او د ښه ګاونډيتوب په نظر کې له نیولو پرته د د ایران د سیستاناو بلوچستان ولایت د زابل سرحدي غونډ په حوزې کې واقع ساسولي پستې باندې ډزې وکړې چې البته د ایران د شجاع او دلیرو پوله ساتونکو له پریکنده ځواب سره مخ شوي دي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان دطالبانو دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل،دغه حکومت د هرډول مشکل لپاره خبرې اترې او مذاکرات یوه مثبته حل لاره ګڼي او د جنګ او منفي اقداماتو لپاره پلمه جوړول دهیڅ یوه لوري په ګټه نه دي .
د افغانستان د طالبانو د دفاع وزارت په پیغام کې راغلي دي،افغانستان له ایران سره پخپلو پولو کې دتاؤتریخوالي لپاره هیڅ پروګرام نه لري.
له دې سره په یووخت په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سید حن مرتضوي هم زمونږ خبریال سره په خبرو کې ووئيل،ددواړو هیوادونو په پولې کې له نښتې وروسته د افغانستان له دفاع او کورنیو چارو وزارت سره مو تماس درلود او ددغو وزارتونو مسئولانوپه کرتو د دوستۍ په ښودلو سره ووئيل چې په تاؤتریخوالي اونښتو پسې نه دي.سید حسن مرتضوي دا یران او افغانستان ددوو هیودونو اړیکو ته د ګوزار ورکولو لپاره ددښمنانو رسندویو رول ته په پام سره ووئيل، دغه نښتې او شخړې ختمې او فی الحال وضعیّت بشپړ آرامه دی.
ټاکل شوې چې نن دایران او افغانستان په پولې کې د نښتې دعلتونو دارزونې لپاره یو پلاوی هم سیمې ته ولیږدول شي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویندوي بلال کریمي هم په کابل کې زمونږ خبریال سره په خبرو کې دغه نښتې د یوه ناسم تفاهم له امله بللي او وئيلي ئې دي، ددواړو هیوادونو مسئولان ویښ او ځير دي او د ځاي ناسمو تفاهماتو د تکرار د مخنیوي لپاره به هم چورلټه حل لاره پیدا کړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوي عبدالنافع هم په یوه پیغام کې ووئيل، موضوع ددواړو لورو مشرانو ته رسول شوې ده او اوس وضعیّت په بشپړ ډول آرامه دی.